ایکناخبری آژانس د د ایرنا له قوله راپور راکړ، د افغانستان په چاروکې د اسلامی ایران استازی حسن کاظمي قمي چې دافغانستان په سفر کابل ته تللی ،په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي، که څه هم امریکا په ذلالت سره له افغانستانه وتلې ،خوخپلو کرغیړنواقداماتو او دسیسو ته هماغه راز دوام ورکوي او په جنګ ځپلی افغانستان کې هماغه راز له داعشي تکفیریانو بشپړ ملاتړ کوي څو ددغه هیواد د ولس آرامښت له مینځه یوسي . په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوی هم افغانستان ته دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر دځانګړي استازي حسن کاظمي قمي دسفر په دوام کې له طالب مسئولانو سره دهغه دلیدوکاتو په باب ووئيل ، په کابل کې دغه لیده کاته دوام لري او د ژمي په رارسیدو سره د افغان ولس د ستونزو او دغه راز د دوواړخیزو اړیکو او سیمه ایزو حالاتو په باب ئې ورسره خبرې اترې کړي دي ، چې دغه لیده کاته هماغه راز دوام لري.
دواړو لورو په دې لیدنه کې د اقتصادي او سرحدي مسالو او همدارنګه د کډوالو د مرزي تګ راتګ په هکله سلامشورې وکړې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال همدارنګه په سردار داوودخان روغتون باندې د داعش د ترهګریز برید له قربانیانو سره د ایران د بشردوستانه مرستو خبر ورکړی دي.
د مرتضوي په وېنا، د دې برید یو شمېر ټپیان د قندوز او د قندهار د ترهګریزي پیښي د قربانیانو په څېر د درملنې لپاره ایران ته لېږدول کیږي.
ټاکل شوې ده دایران د ولسمشر ځانګړی استازی په خپل دغه سفر کې د طالبانو د موقته حکومت له لومړي وزیر او خارجه وزارت له سرپرست سره هم وګوري اود دوواړخیزو او سیمه ایزو مسئلو او بدلونونو په باب ورسره مشورې وکړي .