ایکناخبری اژانس Pakistan Observer له قوله را پور راکړ،د امریکا تکړه او مشهور نظریه وړاندې کونکي او څيړاند نوام چامسکي په هغه وبینارکې پخپل ویډیوئي پیغام کې چې د هندي امریکائي مسلمانانو د شورا په وسیله ترسره شوی ؤ،د مسلمانانو په وړاندې د هندوستان د حکومت په کړچار په نیوکو سره ووئيل،په داسې حال کې چې په درست لویدیځ کې له اسلامه د ویرولو د پروژې تاوانونه په زیاتیدا دي،په هند کې خپله ترټولو وژونکي بڼه خپلوي .
نوام چامسکي همداراز ووئيل،د نریندرا مودي هندو زوړ پال یا افراط پال رژيم ،په تیره بیا دهند ترکنټرول لاندې کشمیرکې د جنایتونو سختول زیات کړي دي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د کشمیرجنایتونه یوه اوږده مخینه لری،ووئيل،دغه هیواد اوس په یوه نیواکي ټاټوبی بدل شوی او پوځي کنټرول ئې د نیواکي فلسطین په شان بڼه خپله کړې ده .
پر نوام چامسکي سربیره څو نورو پوهنتونوالو هم،په هندکې د کرکیجنو او تاؤتریخجنو اقداماتو او خبرو د زیاتیدا په موضوع سره په دغه وبینار کې ګډون وکړ .