IQNA

د حضرت امام موسی کاظم(س)دشهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

5:44 - February 27, 2022
د خبر لمبر: 3485470
تهران (ایکنا) -د رجب د میاشتې ۲۵نیټه د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دیوه پاک لمسي ا و د امامت د آسمان د اوم ځلانده ستوري حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت له کلیزې سره برابره ده .

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ،حضرت امام موسی کاظم (س) د خپل پلار بزرګوار حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  په لوی علمي مکتب کې چې ډيرو متفکرانو پکې شتون درلود،ګډون کوۀ او د پلار بزرګوار له فضایلو څخه په استفادې سره ، د تقوا ،شجاعت،عدالت غوښتنې  په څير  په لوړو اخلاقي ځانګړنو  اوصفتونو کې غوره بیلګه شو .

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام کابو تر پنځه دیرشو کلونو پورې دمسلمانانو امامت په غاړه  درلود او دخپل ژوند زیاتره موده ئې په بند اوجلاوطنۍ کې تیره کړه.دغه شرائط ښئ چې د هغه بزرګوار په پړاؤ کې پر اهل بیت علیهم السلام او دهغو پر مینه والو دعباسي واکمنانو سختیانې ډیرې زیاتې شوي وې .

عباسي واکمن هارون الرشید چې نه ئې غوښتل  خلک د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام  دعلم او فضیلت له ستر سمندره  ګټه پورته کړي ،په یوې دسیسې کې ئې هغه بزرګوار په زندان کې مسمو کړ  او هغه بزګروار په ۵۵کلنۍ کې په ۱۸۳هجري قمری کال کې په زندان کې شهید شو .

وروستي راپورونه ښئ چې دعراق له مختلفو سیمو څخه د  حضرت امام موسی کاظم علیه السلام دسپيڅلي حرم کاظمین په لور په میلیونونو خلکو پلی لاریون پیل کړی او دا لاریون به تر نن  ماسپيښین پورې دوام ولري  دا هم وئيل شوي چې  دنورو کلونو په نسبت سږ کال د پلي لاریون کونکو شمیر ډير زیات دی او په لاره کې د زیارتوالو لپاره د خوراک څښاک  موکبونه لګول شوي دي  او د زیارتوالو ډير زیات خدمت کوي  او دغه راز نن په درست عراق کې د امام بزرګوار د شهادت به مناسبت  عامه چټي ده . 

captcha