ایکنا خبري اژانس د ایج مارکیټ (The Edge Markets) په قول او د ایس اینډ پي ګلوبل ریټینګز(S&Global Ratings) د راپور پراساس د جنوب ختیځې اسیا د دوه سوه نوي (۲۹۰)میلیارډه ډالره اسلامي بانکي بازار کښې د مخ په ودې نوم سره چې نن خپور شو وویل د جنوب ختیځې اسیا د دوه سوه نوي(۲۹۰) میلیارډه ډالره اسلامي بانکي نظام چې د مالیزیا هیواد کابو یواعشاریه اوویشت ټریلیونه رینګیټه کیږي هر کال په مرکبې ودې سره په راتلونکو دریو(۳) کلونو کښې اتو(۸) فیصدو ته ورسیږي .
دغه وده اکثره د مالیزیا او د انډونیزیا په وسیله رهبري کیږي .
ایس پي اینډ ګلوبل ریټینګیز په دغه راپور کښې وویل جنوب ختیځه اسیا سیمه په نړۍ کښې د اسلامي بانکي سیسټم دریم(۳) ستر بازار دی چې په دنیا کښې د اسلامي بانکي سیسټم د یواعشاریه اوه ټریلیونه ډالرو اولس (۱۷) فیصده جوړوي .
د ایس اینډ پي ګلوبل ریټینګز شناند نیکیتا اناند وویل د مالیزیا او د انډونیزیا په سترو بازارونو کښې به اسلامي بانکي سیسټم له عادي بانکو څخه چټکه وده وکړي او د پیاوړي تقاضې په دلیل به مخکښ وي .
دغه اژانس وویل چې په برونايي هیواد کښې اسلامي مالی موسسې دمالي سیسټمو د ټولو شتمنیو کابو نیمايي برخه جوړوي .
په فیلپین کښې د اسلامي بانکي سیسټم برخه کوچنۍ ده خو یو نه لاس خوړلی بازار شته او په دغه هیواد کښې د بانکي سیسټم د مقرراتو تنظیمونکي د خارجي او د داخلي پانګونې د هڅولو لپاره د شفافیت د زیاتولو هڅه کوي .