نن په تهران کښې د فلسطین په سفارت کښې ترسره شول .
د ایکنا خبري اژانس خبریال وايي په تهران کښې د فلسطین د حکومت سفارت د فلسطینۍ خبریالې میرمن شیرین ابو عاقله په شهیدولو کښې د اسرائیلي ځواکونو له جنایتکارانه اقدام وروسته په تهران کښې د فلسطین په دفتر کښې د هغې د درنښت او د تسلیت د ویلو دفتر له نن څخه تر راتلونکي دوشنبې ورځې پورې پرانیست .
دغه مراسم د کویت د عمان د میکسیکو په شمول په تهران کښې د بیلابیلو هیوادونو د سفیرانو په ګډون سره ترسره شول او هر یوه سفیر په تهران کښې د فلسطین په دفتر کښې په شتون سره د شیرین ابو عاقله د درنښت په کتاب کښې په بیلابیلو ژبو باندې خپل د تسلیت پیغام ولیکه .
4056841