IQNA

د اسرائيلو جنایتونه او د فلسطینیانو له خپلو کورونو کوچول دلویدیځي آسیا سیمې د ترینګلتیاؤ لاملونه دي

17:51 - September 20, 2022
د خبر لمبر: 3486251
ایکنا-(تهران)  د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټوزرداری یوځل بیا له بهرنیو نیواکګرو سره د مبارزې او د خپل ملت لپاره د فیصلې کولو په لړکې ئې د فلسطین د ولس له هڅې دخپل هیوادبشپړ ملاتړ اعلان کړ او نړیواله  ټولنه ئې د قدس په پلازمینې د فلسطین دخپلواکه هیواد دتاسیس لپاره مرستې ته وهڅوله.

ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دپاکستان خارجه وزیربلاؤل بوټو زرداري د ملګروملتو دعمومی اسبملۍ د غونډې په څنډې کې د فلسطین په باب داسلامی ملګرتیاموسیسې د شپږکسیزې کمیټې ناستې ته په اشارې سره ووئیل،داسرائيلو د نیواکګرۍ ژور زخم او په فلسطینی ملت ظلم او کړاؤ،په درست مینځي ختیځ کې  دشخړې،تاؤتریخوالي او بې ثباتۍ اصلي  سرچینه ده.

 د پاکستان خارجه وزیرهمدارازداسرائيلو په لاس د فلسطینی ولس په تیره بیا د ماشومانو د وژلې او ورته د تاوان رسولو دوام،د مقدسوځایونو سپکاوي،د فلسطینیانو دکورونو ورانول،او دفلسطینیانو اجباری کوچول په سخته محکوم کړل.

 داسلامی ملګرتیا موسیسې د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا مشر همداراز ووئيل، پاکستان تیار دی څو له نورو هیوادونو سره په یوځای کیدا سره په نیواکي ټاټوبوکې د فلسطین د ولس لپاره دبشری حقوقو او انسانی عزت او شرافت دبیرته ستنولو او دوژلو دمخنیوی لپاره په هرډول  اقدام او حرکت کې ګډون وکړي.

captcha