IQNA

له افغان کډوالو څخه د اسلامی ایران میلمه پالنه به هیڅکله هم هیر نشي

6:58 - September 28, 2022
د خبر لمبر: 3486275
ایکنا-(تهران ) د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلورو لسیزو کې  د افغانستان د خلکو په کوربتوب کې هیڅ  کمئ نه دی پریښی او دمګړۍ هم ددغه هیواد دکابو پنځو میلیونو  کډوالو کوربه دی .پاکستان هم کابو درې میلیون افغان کډوال لري.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس  ستانکزئپرون په کابل کې په یولړ دستورو کې په تیرو څلورو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو د منلو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت په قدرونې سره  ووئیل ، افغانان هیرونکي نه دي  اود افغان کډ،الو دمیلمه پالنې په خاطر به  په مناسب وخت کې  د خپلوګاونډیانوپه تیره بیا د ایر او پاکستان دنیکیّو جایزه وکرړي.

ستانکزئ په عین حال کې خپل هیواد ته د افغان کډوالو  دستنیدا پر ضرورت ټينګار وکړ.

 د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلورو لسیزو کې  د افغانستان د  خلکو په کوربتوب کې هیڅ  کمئ نه دی پریښی او دمګړۍ هم د دغه هیواد دکابو پنځو میلیونو  کډوالو کوربه دی .پاکستان هم  کابو درې میلیون افغان کډوال لري.

له کابو څلور لسیزې مخکې څخه د شوروي دسرۀپوځ په لاس د افغانستان  له نیواک  او همداراز د له ۲۰۰۱کال راهسې د امریکا په نیواک سره ، د افغانستان  په میلیونونو خلک کډه په سر شوي او په مختلفو  هیوادونو کې ژوند کوي.امریکائي نیواکګرپوځيان  د افغانستان د اقتصادی او روغتیائی بیخ بینائيو له تباه کولو او بې شمیره جنایتونو وروسته ، په نهایت کې د ۲۰۲۱کال په اګست آخر کې له دغه هیواده په بې شرمۍ سره ووتل.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i121554

captcha