IQNA

په قطر کې د نړیوال جام په پړاړ کې د اسلام ذ معرفي کولو لپاره قطر ځينی اقدامات(قلم)

6:57 - November 19, 2022
د خبر لمبر: 3486474
ایکنا-(تهران)د قطر په دوحې کې ځينو هوټلونو په نړیوال جام کې  حاضرو ټيمونو او نندارچیانو ته د اسلام د معرفي کولو لپاره یو ډیر جالب اقدا م کړی چې په ټولنیزو چینلونو کې د  کارؤنکو له تاوده هرکلی سره مخ شوی دی.

ایکناخبری آژانس د الجزیره نټ له قوله رآپورراکړ، د قطر په پلازمینې دوحې کې ځینو هوټلونود ۲۰۲۲کال نړیوال جام د سیالیو په پړاؤ کې  چې د لومړي ځل لپاره په یوه عربی هیواد کې ترسره کیږي،په څو ژبوداسلام د معرفي کولو لپاره پخپلو کمرو کې مخصوص بار کډ کیښودلي دي.

د قطر د مرسال پشمول ځينو ټويټري اکاونټونو ځينی تصویرونه خبره کړي د ي چې دغه بارکډ وړندې کوي. وئیل کیږي چې دغه بارکډ د هوټلو په  کوټو کې د نړیوال جام په پړاؤ کې د نړۍ په مختلفو ژبو  د اسلام د معرفي کولو لپاره په نظر کې نیول شوی دی.

بارکوډ په یوې انټرنیټي پاڼې د قطر د اوقافو وزارت سره ګنډل شوی دی او د هغه په لومړنۍ صفحې باندې په مختلفو ژبو کې ټاکنې موجودې دي او د یوې ژبې په ټاکلو سره له اسلام سره دمقدماتي پيژڼدګلوۍ په باب ځينی مطلبونه ظاهریږي.

دغه بارکوډ د قطر د اسلامی چارو  او د اوقافو  له وزارت سره اړونده  دعبدالله بن زید آل محمود  اسلامی فرهګي مرکز نښه یا سمبول لري  چې د دینی مطلبونو له لارې د ۲۰۲۲کال د نړیوال جام   کې دګډون کونکو او ددغه جام د پلویانو  لپاره د اسلام د مفرفي کولو په موخې سره په څو ژبو ترجمه شوی او وړاندې شوی دی.

ټویټيري فعالانو  دغه تصویر په پراخ ډول خپور کړی او دا ئې یوه ډير خلاقانه آئيډیا بللې او نړیوال  جام ئې د اسلام د معرفي او پراختیا لپاره یو ډير ښه او هوشمندانه فرثت بللی دی .

د قطر ۲۰۰۲کال د فټ بال نړیوال جام د لوم په نهه ویشتمه نیټه یعنی د نومبر په شلمه نیټه د قطر او ایکواډور  ترمینځ په پرانیستونکي لوبې سره په البیت سټيډیم کې پیلږي . دا لومړۍ ځل دی چې د فټ بال نړیوال جام په لویدیځي آسیا او یوه عربی هیواد کې ترسره کیږی.

https://iqna.ir/fa/news/4100316/%D8%A

captcha