ایکناخبری آژانس راپور راکړ د ایران د فټ بال ملي لوبډلې نن ماسپيښین یوه نیمه بجه د قطر په دوحې د قطر۲۰۲۲نړیوال جام په دوهمې لوبې کې د ولز فټ بال ملی لوبډلې پهوړاندې دوهمه سیالي پیل کړه چې بلاخره له یوې کوټلی او ستړیکونکي لوبې وروسته د ایران ملی لوبډلې د ولز فټ بال ملی لوبډلې ته د صفر په مقابل کې په دوو ګلونو ماته ورکړه. د ایران لومړنی ګل روزبه چشمی او دوهم ګول هم رضایان د لوبې په وروستیو څو دقیقو کې وکړ او د ایران ملت ئې سرلوړی کړ.
د ایکنا درست کارکونکي په دې مناسبت د ایران ملت او د فټ بال درستو مینه والو ته مبارکي وائي.