IQNA

په افغانستان کې دمیرمنو دحقوقوپه خلاف ورزیو دبخښنې دنړیوال اورګان نیوکې (مقاله)

16:22 - November 27, 2022
د خبر لمبر: 3486517
ایکنا-(تهران)د بخښنې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د میرمنو دحقوقو دخلاف ورزۍ پر دوام یو ځل بیا نیوکې وکړې.دغه نړیوال اورګان  دمیرمنو په ضد له تاؤتریخوالو سره د مبارزې دم نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ووئيل،په افغانستان  کې د طالبانو قدرت ته د رسیدا له وخت راهسې  په دغه  هیواد کې د میرمنو دحقوقو په دوامدار ډول خلاف ورزي شوې ده.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد نومبر پنځه ویشتمه نیټه د میرمنو ضد تاؤتریخوالي په ضد د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.ددغې ورځې سږکال شعار؛ سره متحد شئ،د میرمنو او انجونو په ضد دتاؤتریخوالی د ختمولو لپاره فعالیت  دی.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ دفتر هم وئيلي وو، دغه هیواد د میرمنو د حقوقو دخلاف ورزۍ په باب په یوه ترټولو بد هیواد بدل شوی دی.

که څه هم په لویدیځ  کې د طالبانو له نظره د میرمنو د حقوقو خلاف ورزي،له ختیځه هم لازیاتې دي،البته هغه څه چې په افغانستان کې دداخلی ټولنو پام هم ورآوښتی دی،دادی چې طالبان په دغه هیواد کې د میرمنو لږترلږه حقوق هم نه رعایتوي.

پر دې اساس دافغانستان په داخل کې د میرمنو حقوقوته توجه نه یوازې سیاسی نه ده،بلکې د افغانستان ټولنې څخه د یوې لوئې پرګنې د ښاریزو د لومړنیو حقوقو سره اړونده یوه مهمه موضوع ده.پر دې اساس طالبانو چې  په پیل کې ئې د انجونو دزده کړې پشمول  دمیرمنو د حقوقو په باب د خپلو سیاستونو دبدلولو په باب ځیني ژمنې کړې وې،نه یوازې ئې ورباندې عمل نه کوي،بلکې د میرمنو دښاریزو د حقوقو په باب د دوي په کړچار د نیوکو لپاره  لویدیځي سرچینو ته لازمه پلمه ورکوي.

د افغانستان دسیاسی چارو یو کارپوه سید حسین حسیني په دې باب وائي،هغه سختیانې او افراط پالنې چې طالبان  ئې د میرمنو د ښاریزو دحقوقو  په باب ترسره کوي، په هیڅ یوه اسلامی هیواد کې نه لیدل کیږي، بلکې  په اسلامی تعلیماتو کې هم نه لیدل کیږي او  اسلام د میرمنو حقوق په ډير دقیق دول مشخص کړي دي چې د میرمنو دمترقي حقوقو برخه ده،خو طالبان  په بدو عملونو سره ، د اسلام یوه بده څیره نندارې ته وړاندې کوي.

 حقیقت دا دی چې لویدیځي ټولنې په وروستیو کلونو کې له بشری حقوقو په تیره د میرمنو له حقوقو څخه د خپلواکه هیوادونو په ضد د متروکې او یوې پلمې په توګه استفاده کوي او هڅه کوي ځان د بشری حقوقو دفاع کونکي وبریښوي. داپه داسې حال کې دي چې دمیرمنو د حقوقو په خلاف ورزۍ کې د لویدیځي حکومتونو چلندډیر ښکاره دی. په عین حال کې ځیني ټولنې چې د اسلامی شریَعت د اجرا مدعي دي،داسې بد عمل کوي،چې عمومي افکار پخپله هم  د محدودونکو سیاستونو په اجرا  نیوکې لري.

له دې امله په افغانستان کې داخلی ټولنې هم له طالبانو غواړي چې د میرمنو د حقوقوپه باب له سختو دریځونو ډډه وکړي. ځکه چې میرمنې ددغه هیواد کابونیم نفوس او آبادي جوړوي او افغانستان په مختلفوبرخوکې د روغتونونو او تعلیمي مرکزونو پشمول د میرمنو شتون ته اړتیالري،چې طالبانو هم په کرتو ورباندې د تائيد ټپه وهلې ده.

د افغانستان د چارو یو کارپوه رروي صفت هم په دې باب  وائي،دافغانستان ولس مسلمانان دي او تل د اسلامي قوانینو او دخپل دود په اساس عمل کوي او هیڅکله ئې هم له دغو چوکاټونو بهر عمل نه دی کړی، چې اوس  دطالبانو ددغو سختیو مستحق شي،که څه هم چې ځیني خبرونه،په قطر اوپاکستان کې د طاببانو د چارواکو د  لوڼو د زده کړو د ترلاسه کولو  ښودنه کوي چې  د میرمنو دحقوقو په باب ددغې ډلې په چلند کې  توپیر ګڼل کیږي.

په هرحال هماغه شان چې د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش د میرمنو په ضد د تاؤتریخجنو چارو په ضد د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل پیغام کې  ټينګار کړی دی،نن سبا د میرمنو اوا نجونو په ضد د تاؤتریخوالو دختمولو لپاره هلې ځلې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د میرمنو یو آرمان دی او د اسلام قوانین هم په دې باب دیوه ترټولو پرمختللي  قانون په توګه ، دمیرمنو حقوق  تائيدوي.

پر دې اساس طالبان چې ډير زیات د رسمي پيژندلو لپاره د نړیوال نظر په جلبولو پسې دي، باید دغه شان چلندونه کړي چې له خپل ځانه دغه حق سلب کړي او خلک  په لازیاتو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ کې وساتي،ځکه د افغانستان ډیری مشکلات  دنړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حاکمیّت له پيژندنې سره  اړونده دي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i124132

captcha