ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼۍ د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئیل، د ایران د ګټو په ضد ترټولو وړوکی اقدام به هم په پریکنده توګه د هغو د ددرستو عاملانو په ضد له ډير سخت، پراخ او غاښ ماتونکي ځواب سره مخامخ شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي بیګا د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ټيلیفوني تماس په ځواب کې د سیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره ، د غزې تړانګې د فلسطنییانو د بې رحمه نسل وژنې دوام او د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو د درولو لپاره د اغیز شیندونکي هڅې ضرورت ، د سیمې او حتی د نړۍ اوسمهاله ترټولو مهمه موضوع وبلله .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر زیاته کړې ده ، دصهیونیسټانو بوږنونکي جنایتونه ، نسل وژنه او ماشوم وژنه ، په داسې حال کې د امریکا او ځینو لویدیځي هیواغدونو په بشپړ ملاتړ سره دوام موندلی دی چې د غزې تړاګې مظلوم او مقتدر خلک پخپل مقاومت سره هماغه شان د ډګر بریالي دي . د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي ودانۍ په حملې کې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم ترهه ګر اقدام په غزې له حملې څخه خپلو سپیرو موخو ته ددغه وحشي رژيم د نه رسیدا له امله د استیصال نښه وبلله او وې وئيل، د پتمنو ملتونو او درستو آ زادي غواړو د انتظار او همدرازاز د نړیوالو قوانینو د مادو په خلاف، ملګروملتو او امنیت شورا،په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو د جنایتونو په درولو کې بې عملي او لټي نندارې ته وړاندې کړې او دغه راز ئې په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولی برخې د حملې په محکومیّت کې لږترلږه پخپلو قانوني دندو هم عمل نه دی کړی، ڼو ځکه دایران اسلامی جمهوریت د ملګروملتو د منشور د ۵۱ ما دې په اساس د خپل روا حق دفاع د اعمالولو په لړ کې ئې د هغو ټولو مرکزونو په ضد چې د ایران به خلاف ئې شرارت کړی ؤ ، یو لړ عملیات پلان او اجرا کړل.
ابراهیم ریئسي یو ځل بیا په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو ددوام په وړاندې په تیره بیا د اسلامی هیوادونو د مخه نیونکو اقداماتو په غوره کولو باندې په ټینګار سره ، ئې له صهیونیسټي رژیم څخه د ځینو لویدیځي هیوادونو ړاندۀ ملاتړونه په سیمې کې د تاؤتریخوالی رابرسیره کونکې زمینه وبلل.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم له ایران سره د قطر اړیکې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ د متقابل لوړ اعتماد په اساس،ډیرې غوره او لوړې وبللې او روښانه ئې کړه ،ایران او قطر په ټولو شرائطو او حالاتو کې د یوه بل پشتیبان او ملاتړي دي.
دقطر امیر همدراز په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې د صهیونیسټ رژیم دتیریو د محکومیّت لباهر د خپل هیواد هڅې ته په اشارې سره ووئیل، په داسې شرائطو کې چې د فلسطین د ملت له آرمان څخه تر ټولو لوړه سوه نړیوال او ولسی همغږي شته ، صهیونیسټي رژیم هڅه کوي ، د حالاتو په لاترینګلي کولو سره په غزې کې له خپلو جنایتونو د نړۍ عمومي افکار وغړوي. دقطر امیر د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته ځواب په پلانونې او اجرا کې د ایران د اسلامی جمهوریت ځیرتیا اوپوهه وستایله او دائې د ټولو لپاره یو روښانه او جوت پیغام وبالۀ.