قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان مشر ابوزر ابراهیمی ترکمان د دینونو ویناوو پاپی شورا ته پیغام کښې ویلې دی چې دیانت او صلح د بشری عدالت بنسټګر دې، او له داعش او تکفیری ډله سره د فکری او عقیدتی جنګ او د هغې د بشر په خلاف د وحشت او کرکې نه ډک کارونه نه ډډه کول د ټولې نړی د خدای منونکو یوه انسانی او دینی وظیفه ده.
د پیغام اصل متن دا دی:
نن مونږ د تکفیری ډله داعش کارونه لکه د مسلمانانو قتل عام، د مسیحیانو او د نورو مذهبونو وژل او د مقدس او سپېځلې ځینو لکه د کلیسا، صومعه او جوماتونه ویجاړ تیا هم په عراق کښې او هم شام کښې وینو، مونږ ټول دا باور لرو چې دینی تعصب د منطق نه خالی وی او نتیجه یی ظلم او فساد ده، او د دې فکر لرونکې هر ورځ د دین اصولو نه لرې کېږې او د بشر آرامښت تباه کولو او د نړی امن تهدید کولو باندې ټینګتیا لری.
د اسلام ټول عالمان دا باور لری چې د دی بې لاری ډله ټول کارونه او ټول اقدامات د اسلام اصل(عدالت، سوله او احسان) سره ټکر لری، او د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم طریقه سره چې الله تعالی هغه د نړۍ لپاره رحمت ټاکلې «وَمَا أَرْسَلْنَاکَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِینَ» (انبیاء آیه107) سره مخالفت کوې.
په یقینی ډول که ریښتونې دیانت همېشه له د عقل او تفکر سره وی، نو توان لری چې د انسانښت د عدالت او سوله بنسټګر شی، نو ځکه د داعش او تکفیری ډله سره د فکری او عقیدتی جنګ او د هغې د بشریت پر ضد د وحشت او کرکې نه ډک کارونه نه ډډه کول د ټولې نړی د خدای منونکو یوه انسانی او دینی وظیفه ده.
د هوښیارتیا هیله لرم چې د توحیدی مذهبونو لکه د اسلام او مسحیت مشران او عالمان به د دی ګمراه ډله مخ نیوی لپاره او ځوانان د دې شیطانی فکرونو نه لرې ساتلو لپاره د دی تکفیری ډله مخ نیوې او مخالفت وکړی، او په نړی کښې د نور وینه بیول منع کړی.
یو ځلې بیا درته په جمهوری اسلامی ایران کښې د دینونو ویناوو شورا رئیس په عنوان د داعش تکفیری ډله محکوم کولو لپاره د دینونو ویناوو پاپی شورا سره د هر ډول مرسته اعلان کوم او هیله لرم چې دینی عالمان، روشنفکران او د نړۍ آزاد لوښی کسان به مثبت متقابل عمل سره په دې اړه د آسمانی دینونو په مرسته دغه تکفیری فکر ویجاړ کړی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1445541