قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عیون الخلیج خبرونو نه په نقل، محمد عبدالعزیز یونس د مصر ورځپاڼې او کتابونو لیکوال د قرآن سفیران عنوان لاندې یو کتاب په ۱۹۲ پاڼو لیکلې چې په کې د مصر او اسلامی نړۍ ۳۱ مشهور قرائت کوونکو ژوند لیک لیکلي.
دا کتاب چې د دارالعصر قاهره خپروونکې موسسه په مرسته خپور شوي لومړي ځل د قاهره کتاب نړیواله نندارتون په ۴۸ دوره کې چې له ۷ نه تر ۲۲ بهمن پورې پيل کېږي د خلکو نندارې لپاره به وړاندې کېږي.
شیخ محمد رفعت»، «شیخ محمود خليل الحصري»، «شیخ طه الفشني»، «شیخ محمود صديق المنشاوي»، «شیخ عبدالباسط عبدالصمد»، «شیخ أحمد عامر»، «شیخ أحمد عيسى المعصراوي»، «أحمد نعينع»، «حمدي الزامل»،او«شعبان الصياد»دمصرمشهور قاریان دي اوهمدارنګه، «یحیی بن احمد الحلیلی»،د یمنقرائتکوونکې او«محمد كريِّم بن سعيد بن كريم راجح»،دشامله هغه مشهور قاریانو نه دي چې په دې کتاب کې یی لنډ ژوند لیک لیکلې شوي.
د دې کتاب لومړۍ چاپ به په دې میاشته(دی میاشته) کې ترسره کېږي او دا کتاب به لومړۍ ځل د قاهره کتاب نړیواله نندارتون کې وړاندې کېږي.
همدارنګه د قرآن سفیران کتاب به د سلسله په صورت هم خپرېږي چې لومړۍ ټوک یی د قاهره دار العصر خپروونکې موسسه په مرسته خپرېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3564521