IQNA

ایران د مصر د الازهر شیخ ته د سفر بلنه ورکړه

12:20 - November 27, 2017
د خبر لمبر: 3480825
نړیواله ډله: د اسلامی مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې سیکرټر ایت الله محسن اراکی په رسمی ډول د مصر د الازهر شیخ احمد الطیب ته په تهران کښې داسلامی وحدت په یودیرشم(۳۱) نړیوال کانفرنس کښې دګډون بلنه ورکړه .
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، محسن اراکی پرون په تهران کښې د مصر دګټو دساتونکی دفتر له مشر یاسر عثمان سره په کتنې کښې په مصر کښې په «الرضوان »جومات داعش ډلې ته اړونده د انصار بیت المقدس ډلې دترهګرې حملې دغندلو په ترڅ کښې چې دسلګونو لمونځ کونکو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوه وویل اسلامی نړۍ له ترهګر او جنایتکار تفکر سره د مقابلې لپاره وحدت ته ضرورت لری .
داسلامی مذهبونو د نږدې کولو دنړیوالې ټولنې سیکرټر ایت الله محسن اراکی د مصر او دایران د اړیکو دټینګیدا غوښتنه وکړه او ویې ویل د مصر الازهر پوهنتون او دقم علمیه حوزه دیوبل په ملګرتیا سره کولای شی له سرزورۍ سره د مقابلې لپاره ګډ پلان وړاندې کړی .
هغه وویل داسلامی مذهبونو دنږدې کولو نړیواله ټولنه دتکفیریانو په مقابل کښې د واحدې جبهې د رامینځته کولو لپاره دمصر له الازهر پوهنتون سره هرډول ملګرتیا ته چمتو ده .
داسلامی وحدت یودیرشم(۳۱) نړیوال کانفرنس د دسمبر د میاشتې له څلورمې(۴) تر شپږمې(۶) نیټې پورې په تهران کښې ترسره کیږی .
parstoday.com

captcha