د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ پښتو برخې ویبپاڼې نه په نقل، تسنیم خبری اژانس وایی د تیونس خلک د دوه زره یولسم(۲۰۱۱) میلادی کال له انقلاب وروسته د انتخاباتو په حوزو کښې په شتون سره له دوو (۲) کاندیدانو څخه خپل دوهم (۲) ولسمشر انتخابوی .په ټول تیونس کښې نن سهار اوه(۷) بجې د انتخاباتو حوزې پرانیستل شوې او څه دپاسه اوه (۷)میلیونه خلک چې د رایو ورکولو شرایط لری د رایو په صندوقو کښې په شتون سره له دوو(۲) کاندیدانو یعنی حقوق پوه او خپلواکه کاندید قیس سعید او د لیبرال ګوند له کاندید نبیل القروی څخه یو(۱) کس د خپل نوی ولسمشر په توګه انتخابوی .
قیس سعید د خپلواکه کاندید په توګه دسپتمبر دمیاشتې د پینځلسمې (۱۵)نیټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړی پړاو کښې اول شو او له نبیل القروی چې د «تیونس د زړه »ګوند کاندید دی یوځاې یې د انتخاباتو دوهم (۲) پړاو ته لاره وموندله .
ټاکل شوی ده چې د تیونس د انتخاباتو کمیټۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې د اکتوبر د میاشتې په یویشتمه (۲۱) نیټه اعلان کړی .
نبیل القروی چې د اقتصادی فساد، د پیسو د وینځلو او له مالیاتو د تښتې په تور له تیرې اګست میاشتې راهسې زندانی وو په تیرې چهارشنبې ورځ له زندان څخه ازاد شو چې د انتخاباتو په سیالیو کښې ګډون وکړی .
https://parstoday.com/ps/news/world-i85206