IQNA

مسلمانان دې د هندی شیانو پیر پلور بایکاټ کړي

21:29 - September 28, 2021
د خبر لمبر: 3484704
تهران (ایکنا)-د هند په آسام صوبې کې د هند د حکومتي ځواکونو له خوا زرګونو مسلمانانو د کډه په سر کولو باندې په غبرګون کې په ټولنیزو چینلونو کې اسلامی شخصیتونو او فعالانو د هندی محصولاتو د بایکاټولو غوښتنه وکړه .

ایکنا خبری آژانس  د الجزیړه له قوله راپور راکړ،د اسلامی نړۍ د کلتوری ،علمی او تعلیمی مرکز آیسسکو عمومي مدیر عبدالعژیژالتویجری د هندی محصولاتو د بایکاټولو غوښتنه کړې ده .

التویجري پخپل یوه ټولنیز پیغام کې وئیلي دي،هندی حکومت او افراط پال لومړي وزیر نریندره مودی ، د یوه سسټماټیک سیاست په چوکاټ کې او د نړیوالو چپتیا او د اسلامي نړۍ د مشرانو او واکوالانو  بې شرمه بې پروائۍ او بې پامۍته په پام سره په هندوستان کې د مسلمانانو کړونې او ورباندې ظلمونو ته دوام ورکوي ،نو په دې خاطر د هندي محصولاتو بایکاټول د مسلمانانو یو ډیر وړوکی اقدام دی .

په ټوئیټر او ځینو نورو ټولنیزو چینلونو کې  زیاتره مسلمانو کارونکو پخپلو پیغامونو کې وئیلي دي ،په هندوستان کې د هندي حکومتي ځواکونو او افراط پالو هندوانو په لاس د مسلمانانو کړول،چې د هرې ورځې په عادت ئې بدل شوی ،باید په درستې نړۍکې په تيره بیا په اسلامي نړئ کې له سختو غبرګونونو سره مخ شي ،ھمغہ شان لکه چې په فرانسې کې وشول.،په داسې شکل چې چې ددوي لپاره د ډيرو زیاتو تاوانونو سبب شول.

دوي دغه راز د هغې چارې په توګه د هندی محصولاتو د بایکاټولو غوښټنه کړې ده چې د کړیدلو ملتونو لپاره د یوه آوزاړ او د شر د مظاهرو د بدلولو په اړه یو تر ټولو ورکوټی  اقدام دی

هندي حکومت او ددغه هیواډ افراط پال پوځ په همدا وروستیو میاشتو کی په جمو او کشمیر او دغه راز په آسام صوبې کې پر مسلمانانو رڼا ورځ تورتمه کړې او ان تر دې چې په آسام صوبې کې ئې له خپلو کورونو په زوره د مسلمانانو کوچولو ته مخه کرې ده چې باید اسلامي واکوالان دې په خود کې شي او د هندی حکومت ددغه ډول افراطی او کرغیړنو اقداماتو  دې مخه ونیسي. 

https://iqna.ir/fa/news/4001028/%

captcha