ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن د دوستو هیوادونو د سفیرانو او شارډزافیرانو په شتون سره په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې ووئیل ، د ایران عزتمند ملت ثباته کړې ده ، چې عزت او احترام ته په عزت او احترام سره ځواب ورکوي او ګواښ ته به په مقاومت او په متقابلې ژبې سره ځواب ورکړ ي.
امیر عبداللهیان زیاته کړې ، نن سبا په ویانا کې د امریکا او لویدیځي لورو په مقابل کې په یوه ستر امتحان کې یوو څو دنړیوالې ټولنې پّ مقابل کې خپل واقعي چلند نندارې ته وړاندې کړو .
د ایران خارجه وزیر همداراز ووئيل، د خبرواترو دختمیدا وخت به خپلو ژمنو ته د درستو لورو د ستنیدا او د بندیزونو ختمولو ته د لویدیځي لورو په بشپړ پابندۍ کې د دوي د ارادې ترجمان وټاکي .
د ایران اسلامی جمهوریت ټينګار کړی ، هرڅومره چې مقابل لوری د بندیزونو د لغوه کولو لپاره لاجدي چمتووالی ولرل شي او دبندیزونو په لغوه کولو کې د ایران د نظر لارو چارو دمنلو لپاره لاجدي اراده ولري ، نو موافقې ته درسیدا وخت به لالنډ شي . .
دا یران خارجه وزیر په دوام کې ووئيل و د نوي حکومت کړچار ، دهغو قوانینو اجرا او دسندونو یوې نتیجې ته رسول دي ، چې ځنډول شوي دي او دا موضوع په بهرني سیاست کې هم تعقیبیږي. هغه همداراز ټينګار وکړ،د دوو اړخیزو مناسباتو پراختیا ، د ګډو اوبرابرو ګټو په اساس تعقیبوو او سیمه ایزو اونړیوالو ملګرتیاؤ ته ځانګړی نظر لرو .