سبا ورځ د ایکنا خبري اژانس په زیار سره ترسره کیږي.
ایکنا خبري اژانس راپور ورکړی په نړیوال ماهیت او کړچار باندې د امام خمیني (رح) د انتقادې نظر نړیوال اینټرنیټي کانفرنس د ایکنا خبري اژانس په هڅې او زیار سره جوړیږي.
په دغه اینټرنیټي غونډې کښې به د تهران د جمعې لمانځه موقته امام حجت الاسلام ابو ترابي فرد، د لبنان عیسايي متفکر میشل کعدي په قم کښې د بحرین د عملیه حوزې مدیر او د بحرین مبارز حجت الاسلام شیخ عبدالله دقاق ، د لبنان د مسلمانانو د علماو د ټولنې د امنا پلاوي د شافعي مذهب مشر شیخ غازي یوسف حنینه د ویډیو کانفرنس په چوکاټ کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه ، د نړیوالې واکمنۍ او د ښې بیلګې ، د انقلاب د تفکر او په اسلامي دنیا کښې د ظلم د جرثومې او د امام خمیني رحمت الله علیه او د اسلامي غورځنګونو په هکله ویناوې وکړي.
یادونه کوو چې په نړیوال ماهیت او جوړښت کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د انتقادې نظرونو ویډیويي غونډه به سبا ورځ د سهار په لسو بجو باندې د ایکنا خبري اژانس په ودانۍ کښې وشي.
باید ووایو چې دغه اینټرنیټي غونډه به د لاندې اینټرنیټ لینک په وسیله د مینه والو لپاره د لاسرسي وړ وي.