ایکناخبری آژانس له عراقه راپور راکړ، د عراق په کربلا کې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم حسیني آستان د دارالقرآن برخه د قرآن کریم د حفظ او قرائت ځانګړو نړیوالو سیالیو لومړنی پړاؤ ترسره کوي.
په راپور کې وئيل شوي دي ، دغه سیالۍ به ،د علوی مقدس آستان، د حسینی مقدس آستان ، د کاظمي مقدس آستان، د عسکري سپيڅلي آستان ،دعباسی سپيڅلی آستان ،د کوفې د جومات ، د قاسم د مزار ، د سعید بن جبیر د مزار ، په عراق کې د یونس نبی د مزار ، د قدس رضوي آستان ، د شاه عبدالعظیم حسني مقدس آستان ، دحضرت بی بی معصومه مقدس آستان د شیراز د احمد بن موسی شاه چراغ مقدس اسان ، د قم دمسجد جمکران ،په سورئې کې د زینبیه (س) مقدس آستان ، د سیده رقیه مزار ، په لبنان کې د سیده خولي مقدس آستان ، د مصر مسجد راس الحسین او دافغانستان مزارشریف په مشارکت سره په دغو سپيڅلو ځایونو کې ترسره شي .
دغه سیالۍ د جولائي له ۲۳نیټې راهسې د جولائي تر ۲۶نیټې پورې ترسره شي .