ایکناخبری اژانس د ولسمشرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د ادارې له قوله راپور راکړ، د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی د اهل بیت (ع) د مجمع جهاني په اوو مې عمومي غونډې کې چې ؛اهل بیّت (ع) د عقلانیّت،عدالت او کرامت دچورلیز:په شعار سره په پرانستونکو دستورو کې جې د مشرانو دغونډې په هال کې ترسره شوه ،ووئيل،اهل بیّت (ع) د درستو خوبیانو، دعقلانیّت،کرامت،انسانیّت او علم او پوهې چورلیز او په عالم کې ددرستو ښکلاؤ رراز ،مظهر اوبیلګه دي.
او د اهل بیتو د عمومي ټولنې عمومي منشی ایت ا... رضا رمضاني په شتون سره نن په تهران کې ترسره شوې .
د ایران پریس له راپور سره سم سید ابراهیم رییسی په دغو پرانستونکیو دستورو کې عدالت د بشریت ننې ورک او اهل بیت اطهار په نړۍ کې د عدالت غوښتنې رمز وبلل او ویې ویل عدالت په نفوسواو د ټولو انسانانو په فطرت کې پټه چاره ده .
رییسی وویل نړۍ د اهل بیتو مکتب ته ځانګړې پام لري ځکه چی په دغه مکتب کې حق او عدالت غوښتنه ، انسانیت او عقلانیت په کامل ډول موجود دي .
ابراهیم ریئسی داهل بیت علیهما السلاممعرفي او حقیقي پيژندګلوي ، د اهل بیت (ع) دنړیوالې ټولنې او ددرستو غوره عالمانو یو اصلي ماموریّت وباله او ټينګار ئې وکړ،د آئمه هدی(ع) په سیرت کې د درو اصلو، یعني د ولایت او امامت د مقام پيژندګلوي، له ظلم او ستم سره مقابله او د د مستعدو نفوسو تربیّت اوروزل ، چورلیز دي.
ده زیاته کړه نن دین او معنویت ته د ځوانانو په تیره بیا په لودیځ د ځوانانو پام ډیر زیات شوې دې او په دې مینځ و میان کې دین او معنویت ته پام وده درلودلی ده چی دا موضوع هغو پوهانو لپاره چی دلته غونډ شوي دي ، مسولیت راوړونکي ده .
د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي همداراز د انساني ټولنو نننیو ګواښونو په تیره بیا کلتوري ګواښونو ته په اشارې سره روښانه کړه، دانسان د نجات لار او داسلامی امت د ژغورنې لاره، د اهل بیت او دعصمت دطهارت د کورنۍ(ع) د پيژندګلوۍ او معرفت لار او ددغو بزرګوارانو دنوراني کلام درک او په هغې لارې کې ګامو پورته کول دي چې دوي انځور کړې ده. ابراهیم ریئسي همداراز عدالت غوښته د اهل بیت (ع) یو مهم تعلیم وباله او ټيڼګار ئې وکړ،هغه کسان چې غواړي،په بشری ټولنې کې د اهل بیت(ع) پیروئ او تبعیّت ته خلک وبولي، نو باید پخپله عدالت غواړي وي.
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشردغه راز زیاته کړه د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې د غړیو ترمنیځ عبمي ، کلتوری او اجتماعی ارتباطات ډیر ښه راتلونکی درلودلې شي او اسلامی ایران په دې زمینه کې د غږملتیا لپاره چمتو دې .
د اهل بیت(ع)دنړیوالې ټولنې اومه نړیواله غونډه تر درو ورځو پورې دوام لری.