ایکناخبري آژانس دالحیاة له قوله راپور راکړ، د جرمني دهامبرګ ښار کې د ؛وقف النور ادارې مسئولان،د څه دپاسه دیرشو هیوادونو داستازو په شتون سره دجرمني د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ د نومبر له یولسمې تر دیارلسمې نیټې پورې ترسره کوي.
ددغو سیالیو دترسره کیدا مسئول او د وقف النور ادارې مدیر او دجرمني د مسلمانانو دلوړې شورا مرستیال مشر دانیال عابدین په یولړ څرګندونو کې ووئیل، چې په دغو سیالیو کې د نامو ثبتول د اکتوبر تر دیرشمې نیټې پورې پاي ته رسیږي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې وقف النور ادارې دا نړیوالې سیالۍ دهغه توجه اواهتمام په اساس چې دخدای کتاب ته ئې لري او دقرآن حفظ کونې او ورباندې دعمل کولو ته د مسلمانانو دهڅونې لپاره د هڅې په اساس ترسره کوي ، ووئیل، دغه سیالۍ دقرآني اخلاقو او ارزښتونو په نسبت دځوانانو دپوهولو ،ددیني هویّت دساتلو او پیاوړي ایمان د اغیزو دشیندنې په موخې سره ترسره کیږي.
دجرمني د مسلمانانو عالی شورا ددغه شان سیالیو ترسره کولو ته په هڅونې سره ، د قرآن په دغو نړیوالو سیالیو کې د فعال شتون غوښته کړې ده .