IQNA

د سئول؛اسلام؛نومې سړک له حلال خوړو رانیولې ترقرآنی کتابونو پورې هرڅه لري (فلم)

16:17 - November 15, 2022
د خبر لمبر: 3486465
ایکنا-(تهران)هغه ډيری مسلمان محصیلین چې د زده کړې لپاره جنوبی کوریا ته ځي ،ځانونه په یوې بشپړ نوي دنیا کې وي چې  له هغه څه سره چې  دوي ورباندې عادت شوي، ډیر توپير لري او دحلالو خوړو او اسلامی اوقرآڼ يم محصولاتو موندل ددغو کسانو لپاره یو ترټولو لوي چیلنج دی.

ایکناخبري آژانس د Korea Joong Ang Daily له قوله راپور راکړ،د کوریا د اقتصادي موسیسې د راپور په اساس،دکوریا په آبادئ کې  په ۲۰۲۱کال کې څه دپاسه  یونیم لک مسلمانانوآبادي ده چې په هغو کې پنځه څلویښت زره کوریائي ، او یو لک پنځه زره نور بهرنیان دي . لکه څنګه چې  سئول  دبهرنیو محصلینو لپاره په  یوه مقصد په بدلیدا دی ،دلته له ۲۰۱۹کاله رانیولې تر ۲۰۲۱کال پورې  د زده کړې په پروګرامونو کې  هغه نړیوال محصیلین چې نامې ئې ثبت شوي ،په شل فیصدو زیاتیدا سره  د مسلمانو محصیلینو شمیر هم احتمال پکې زیاتیږي.

د هغو کسانو لپاره یوه ممکنه حل لاره چې  د حلالو محصولاتو د برابرولو لپاره هڅه کوي، د سئول داسلام نومې سړک دی.

خیابان اسلام ، یو داسې لقب چې د سئول دمرکز په یونګاسن Yongsan))سیمې کې د ایټاؤن Itaewon))کوڅې یوه برخه ده چې  اوساډن واټ هم  ورسره ملاویږي،د ښار یوازنیۍ  جومات د سئول مرکزی جومات دی.

د  خنځیر له غوښې ډډه کول ، دمسلمانو محصلینو لپاره ډير سخت دي،ځکه دخنځیر د غوښې  خوړل د خوراکي رژیم یوه نه جلاکیدونکي برخه ده. په عین حال کې  دحلالې غوښتنې موندل چې په سمه قرباني شوي وي ،حتی لاسخته ده او یوازې په هغو ریستورانونو کې چې دحلالو محصولاتو ګواهي لري ، د برابرولو وړ ده.

د اسلام نومې سړک یوپلورنځاي چې د غوښتې متخصص دی، البرکه نومیږي. د جومات په بالکل څنګ کې دی. دغه پلورنځاي د چرګانو دغوا  و پسو غوښې په څير تازه غوښه خرڅوي اودغه غوښې پخپله له کوریا څخه تامینوي.

د ایټاؤن  اصلی سړک سره نزدې واقع بهرنی فوډ مارټ The Foreign Food Mart) )هم تازه  غوښه او همداراز دنورو هیوادونو د مختلفو برنډونو منجمدهشوي غوښه هم خرڅوي.

البته ډير نور ریستورانونه هم شته چې محصیلین  له هغو حلال خواړۀ برابرولی شي. په هغو کې له  هانګیک پوهنتون سره نزدې د کړه ایزو حلالو خواړو یو ریستوران چې  حلال ګوئز Halal Guys))  باندې مشهور دی  هم شته . دغه راز په خیابان اسلام او ایټاؤن  کې د لیټل اینډیا،بمبئ ګریل، هوجي بوبو او کباب په څير نور ریستورانونه هم  د خواړو لپاره ښه ځایونه دي.

په خیابان ا سلام کې یو ځانګړی پلورنځاي د شیخ منیر احمد سره اړونده  داسلامی کتابون ومرکز دی . دغه بک سیلر په کوریا کې د  اسلامی کتابونو یوازینۍ پلورنځاي دی  او دقرآن کریم ډيرې نسخې او ترحمې  او دغه راز نور تعلیمي کتابونه پکې  په مختلفو ژبو کې ملاویږي.

احمد وائي چې په ۲۰۰۱کال کې کوریا ته راغلم او په ۲۰۰۶کال کې مو دغه پلورنځای افتتاح کړ.

فروشگاه‌های متنوع محصولات اسلامی در خیابان اسلام سئول

عرضه غذای حلال در فروشگاه‌های خیابان اسلام در سئول

مرکز کتاب اسلامی متعلق به شیخ منیر احمد در خیابان اسلام سئول

انواع خوراکی‌های حلال در خیابان اسلام سئول در دسترس است

 https://iqna.ir/fa/news/4099153

 

captcha