قرآن کریم د وادونو په باب،پراخ قوانین او احکام لري او په دې باب ډير قوانین بیان شوي دي.په دغو کې یو قانون له مشرکانو سره (بت پرستوسره)د مسلمانو د وادو نه کول دي.لکه څنګه چې د قرآن کریم د بقرې سورې په ۲۲۱ آیت کې فرمائيل شوي دي ؛ وَلَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُوا ... وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ؛؛له مشرکانو او بت پرستو سره تر څو چې ایمان رانه وړي، واده ونه کړئ،که څه هم (دهغوي مال ښکلا او موقعیّت)تاسو حیران کړي.دوي جهم وآخوا ته روان دي او خداي جنت او بخښنې ته بلنه ورکوي ااو خپل آيتونه دخلکو لپاره روښانه کوي ،ممکنه ده یاودنه ئې وشي.
د تفسیر نمونه مولف ددغه آیت په باب لیکي،دغه آیت په حقیقت کې له مشرکانو سره د وادونو په باب د یوې پوښتنې ځواب دی.دغه ايت سره متوجه کیږوچې د واده هدف یوازې جنسي غریضې نهدي، ښځه د انسان دعمر شریکه او د هغه د بچیانو روزونکي ده او دهغه نیم شخصیّت جوړوي، په عین حال کې څرنګه په ظاهري ښکلا او مال او شتمنیو سره دهغه پر سپيرو او شرکه ډکه اړخونو سترګې پټولی شو.
د آيت په پاي کې هم د لیدتوګو د کارولو لپاره ددغه الهي فرمان دلیل بیانوي؛ فرمائي؛؛ دوي، یعنی مشرکان؛ دجهنم په لور بلنه ورکوي، په داسې حال کې چې خداي ( او هغه مومنان چې د هغه دفرمان مطیع دی)جنت ته او دهغه فرمان منلو ته ئې بولي.::
په تفسیر نور کې پيغامونه