IQNA

په ملایشیا کې د اوسمهاله چیلنجونو دحل لپاره د قرآن حل لارو چارو سمینار جوړیږي

15:46 - December 03, 2022
د خبر لمبر: 3486542
ایکنا-(تهران)د ملایشیا د ؛امت وارثان ؛نومې فاؤنډیشن د نړۍ د یوشمیر هیوادونو د کارپيژاندو په شتون سره د اوسمهاله چیلنجونو او مشکلاتو لپاره د قرآن حل لارو چارو په موضوع سره یوه ورځ سمینار ترسره کوي.

ایکناخبری آژانس دقرآن هاور له قوله راپور راکړ د ملایشیاد اخلاص امت (Yayasan Warisan Ummah Ekhlas)وارثات نومې فاؤنډیشن  د اوسمهاله مسئلو لپاره د قرآن کریم د لارو چارو په موضوع سره یوه  غونډه ترسره کوي.

دغه فاؤنډيشن پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي،لیرې ښکاري نړۍ له کرونائي بحرانه وروسته مخکیني دوران ته وګرځي.د ۲۰۲۰کال له جنورۍ څخه هغه ډير بهیرونه چې دمګړئ په نړیوال اقتصاد کې رامینځةشوي دي،ددغې  خوریدونکي ناروغۍ له امله اغیزمن او کمزوري شوي دي.

خلک د ژوند د مشکلاتو له مختلفو اړخونو سره لاس او ګریوان دي،چې په هغوکې مالی مشکلات، دکاروزګار مشملکات،البته معنوي او اجتماعي مشکلات هم پکې شامل دي،البته آیا پوهیږئ چې قرآن کریم په تیره بیا د سجدې سوره،ددغو مسئلو لپاره حل لاره وړاندې کړې او مونږ ته دا قدرت راپه برخه کولی شي چې له دغو طوفانونو او بحرانونو په سلامتیا سره تیریدلی شو؟ د اخلاص امت وارثانو فاؤنډیشن د ۲۰۲۲ کال قرآن نړیوال سمینار،له چیلنجونمو سره مقابله،دسجدې سورې حل لارې ،په  موضوع سره  ترسره کوي.څو د ژوند له چیلنجونو سره په مخامخیدا کې حل لارې ولټوو.راځئ د ۲۰۲۲کال په قرآن نړیوال سمینار کې په ګډون سره  حل لارې په لاښه ډول وپيژنو.

ددغه فاؤنډیشن  اجرائي مدیرمرهیني یوسف په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د قرآن دغه نړیوال سمینار د روان کال ترټولو وروستی پروګرام دی چې د اوسني ژوند له مختلفوچیلنجونو سره په مخامخیدا کې لارې چارې وړاندې کوي.په دغه سمینار کې به د انډونیشیا،ملایشیا،بنګله دیش، فلسطین، مصر او متحده ایالات ویناوال او کارپیژاندي برخه واخلي .

ټاکل شوې ده  دغه سمینار نن تر ماښام پورې  په کوالالامپور کې په  پردانا  هال (MITI)کې ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4103923  

captcha