ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د حضرت فاطمة الزهر ا سلام الله علیها د شهادت د کلیزې په شپه دتهران په امام خمینی امامباړې کې داسلامی انقلاب د ستر لارښود په شتون سره دویر او ماتم دستورې جوړې شوې.
په دې مناسبت په درستې نړۍ کې په تیره بیا په ټول اسلامی ایران کې له څو ورځو راهسې د ویر دستورې جوړیږي او داهل بیت علیهم السلام مینه وال د حضرت فاطمة الزهرا(س) له سیرته په خبریدا سره خپله تنده ماتوي.
د اسلامی انقلاب دستر لارښود په شتون کې حجةالاسلام رفیعي په دغو دستورو کې د جهاد په وضاحت کې د حضرت فاطمةالزهرا(س) رول ته په اشارې سره ووئيل، نن سبا وضاحتونکی جهاد د ټولنې یو ضرورت دی او په دې زمینې کې د عالمانو ،روحانیونو، استاذانو او رسندویو رول ډير مهم او اغیزشیندونکی دی.په دغو دستورو کې همداراز مداحانو د بی بی د شهادت په مناسبت دعزادارۍ دستورې هم ترسره کړې.
د حضرت فاطمةالزهرا(س) دشهادت له شپو ورځو سره په یووخت د ایران دسپيڅلي دفاع د کابو دوه سوه ګمنامو شهیدانو دجنازو دستورې هم ترسره شوي او ټاکل شوې ده نن هم د تهران پشمول په درست ایران کې د ګمنامو شهیدانو د جنازو د ستورې ترسره کیږي.
دایکنادرست کارکونکي د حضرت فاطمة الزهراسلام الله علیها د شهادت دکلیزې په مناسبت ټولو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.