IQNA

په ملګروملتو کې په اسلام کې دمیرمنو د هویّت د ارزونې په اړه کنفرانس جوړیږي

9:35 - March 08, 2023
د خبر لمبر: 3487005
ایکنا-(تهران) د پاکستان په همت سره د اسلام په پاک دین کې دمیرمنو د هویّت په موضوع سره په نیویارک کې د  ملګروملتو ددفتر په انګڼ کې یو کنفرانس ترسره کیږي.

ایکنا خبری آژانس د پاکستان ریډیو له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو د شوراد مشر به توګه پاکستان به نن په نیویارک کې په اسلامی  نړۍ کې د میرمنودهویّت او حقوقو درک ؛ په عنوان سره د یوه ورځې  سمینار کوربه وي.

دغه سمینار د میرمنو د وضعیّت په باب د ملګروملتو د کمیشن د اوه شپیتمې غونډې ترڅنډې ترسره کیږي.

دغه کنفرانس  په اسلام کې د میرمنو د وضعیّت په باب د ادراک او حقیقت ترمینځ د درز د ډکولو لپاره د هڅې په توګه  دپاکستان د خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداری  دنوښت نتیجه ده .

ددغه کنفرانس هدف له جنیستي ترینګلتیاؤ، تاواني ټولنیزو بداخلاقیو او د مسلمانو میرمنو د توانمنیدا لپاره له کلتوري خنډونو سره  مقابله ده او ښئ چې مسلمانې میرمنې څرنګه  له ځان سره په اړونده زمینو کې نوي لارې چارې رامینځةکوي او دبدلون د عواملو په توګه عمل کوي.

دملګروملتو د  میرمنې د مقام د کمیشن اوه شپیتمه غونډه له دوشنبې ورځې راهسې په نیویارک کې د دغه نړیوال اورګان په مرکز کې پیل شوې ده

د ملګروملتو  د اقتصادی او ټولنیزو چارو شورا(Economic and Social Council) یا (ECOSOC) د ملګرو ملتو یو شپږم رکن دی  او له اقتصادي اوټولنیزو چارو سره اړونده  چارې  او د  ملګروملتود له تخصصي ورکشاپونو سره اړونده چارو مسئولیت په غاړه لري.د میرمنې د مقام کمیشن ،  اکوسوک ټولکې لاندې یو اورګان دی  چې په ۱۹۴۶کال راهسې ئې  هڅه کوي،دمیرمنو د مشکلاتو او چیلنجونو په حوزې کې غوټه پرانیستونکی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4126656/%D

captcha