IQNA

د ایران اوعربستان خارجه وزیرانو بیان هم ټیلی فوني خبرې وکړې

8:46 - March 27, 2023
د خبر لمبر: 3487096
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  او عربستان خارجه وزیرانو په بیجینګ کې دموافقې له لاسلیک کیدا وروسته ددوهم ځل لپاره  په ټیلی فونی خبرو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د دوه اړخیزه ګډې غونډې د ترسره کیدا په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .

 ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اسلامی ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان او د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان بیګا په ټیلی فونی خبرو کې د دوه اړخیزه موافقې او د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې د وروستی وضعیت جاج واخیسته .

دغه راپور زیاتوی چی دواړو لورو په ټیلی فونی خبرو کې د روژې  په مبارکه میاشت کې د دوه اړخیزه ګډې غونډې د ترسره کیدا په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .

په دغه تماس کې همداراز د دواړو هیوادونو د اړیکو رغنده لاره د ایران  او عربستان د خارجه وزیرانو د پام وړ وګرځیده .

داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې دچین په بیجینګ کې د  ایران او عربستان د ملی امنیت د لوړپوړو چارواکو په شتون سره  دپخلاینې موافقه شوې او ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به دواړه  هیوادونه خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې د سفارتونو او کونسلګریو په پرانیستو سره بیرته پيلوي چې دغې چارې په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی نړۍ کې تود هرکلی شوی  دی.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130150

 

 

captcha