ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ،د پاکستان خارجه وزیر په دغه هیواد کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر سره په کتنې کې په سیمه ایزې سولې کې د ډيپلوماټيکو اړیکو د بیرته پيلیدا لپاره دایران اوعربستان د موافقې پر اهمیّت ټينګار وکړ.
د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداري پرون ناوخته په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سید محمد علی حسیني سره دخداي په آمانۍ په کتنې کې چې په دغه هیواد کې ئې ماموریت پاي ته رسیدلی،د ایران او عربستان د ډيپلوماټيکو اړیکو بیرته پیلیدا ډیره مهمه چاره او یو سټراټژيک اقدام وبالۀ.
ایران او عربستان له څو پړاویزو خبرواترو وروسته د چین په مینځکړیتوب سره موافقه کړې چې خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې له اوو کلونو وروسته بیرته پيل کړي. همداراز د عربستان او ایران دخارجه و زیرانو هم په همداوروستیو کې په بیجینګ کې سره ولیدل او ددواړو هیوادونو داړیکو دراتلونکي په باب ئې سره مشورې وکړې.
د پاکستان خارجه وزیر او دایران سفیر همداراز له دوو اړخیزو اړیکو سره د اړونده مسئلو په باب هم خبرې اترې وکړې.