ایکنا د البلد له قوله راپور راکړ، د روسیې دکورنیو چارو مسئولانو د یوې قضائي دوسیې د پرانیستل کیدا دخبر په اعلان سره ټينګار کړی دی،چې ددغه جنایت د عامل د موندلو لپاره پلټڼې پیل شوي دي.
د ماسکو دپولیسو په وینا،د قرآن کریم د سپکاوي دغه ویډیوئي کلیپ، په زیات احتمال سره د ماسکو په ختیځي سیمې کې جوړ شوی دی.
د دغه وزارت مطبوعاتی دفتر وئيلي دي، دمګړئ له دغه مجرمانه اقدام سره په رابطه کې یوه جنائي دوسیه جوړه شوې ده او د پولیسو ماموران د تورن ټولو شرائطو د روښانه کیدا،پيژندنې او نیونې په موخې سره په څيړنو بوخت دي.
لهدې مخکې،د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف اعلان کړی چې د روسیې دفیډرل امنیتی ادارې له مسئولانو سره دهغه کس په لټونې کې چې په ماسکو کې له سپين سین سره نزدې د قرآن کریم سپکاوی ئې کړی دی ،ملګرتیاکوي.
قدیروف دې ته په اشارې سره چې د روسیې دکورنیو چارووزارت ددغې پیښې په باب له مخکې څيړنې پيل شوي دي، دغه اقدامات ئې د لویدیځي لیبرالانو کال بللی او ټينګار ئې کړی دی، چې نه مسلمانان او نه هم ارتدوډګس دغه شان خوځښت ته کومه اړتیا نه لري.
له دې مخکې په ماسکو کې د سپين سین یا جهیل ساحل کې د قرآن کریم د یوې نسخې د سوځولو ویډیو په سوشل میډیا کې خپره شوې وه. دغه جهیل چې دمسیحیانو د احترام وړ مقدس جهیل په کابو یوې کلومیټرۍ کې دی ،د کوسینسکي تاریخي طبیعي پارک یوه برخه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4134466