IQNA

په وروستیو کلونو کې په کینیډا کې له اسلامه د ویرونې بهیر زیات شوی دی

5:23 - September 18, 2023
د خبر لمبر: 3487970
ایکنا-(کینیډا)له اسلامه د ویرونې له پروسې سره  د مبارزې پاره لومړنۍ کینیډائي  چارواکې په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دی  په وروستیو کلونو کې په کینیډا کې  له اسلامه  ویرونه ،تر یو اویافیصدو پورې  زیاته شوې ده .

ایکنا دآناتولی له قوله راپور را کړ،له اسلامه د ویرونې له پروسې سره  دمبارزې لپاره دکینیډا  لومړنۍ مقام میرمن امیره الغوابي، دبخشدر په شاوخوا کې وینا کړې ده. کله هغه پخپلې کوڅې کې ځي،  نو زیاتره خلک  دهغې په نسبت ډير احترام  او ملاتړ سره  ورسره چلند کوي، خو هغه هماغه شان  د یوه  هغه کَمکي لږکي په اقداماتو اندیښمنه  ده چې  مسلمانانو په باب غلط تصورات او خیالات لري.

میرمن الغوابی  چې  له آناتولي سره ئې مرکه کړې وائي، ددغه لږکلي اقدامات  مسلمانان پخپلو جوماتونو کې او  هغه مهال چې  دوي په واټونو او یا په عمومي ټرانسپورټ کې وي  کړَوي او اندیښمنوي ئې .

هغه د ۲۰۲۳کال په جنورۍ میاشت کې  په کینیډا کې  له اسلامه د ویرونې له پروسې سره دمبارزې لپاره  دځانګړي استازې پهتوګه  د خپلې منصوبیدا له وخت راهسې ،په فعال ډول  د مسلمانانو دټولنې د امنیت دتضمینولو لپاره  په لارو چارو پسې ده .

په تیروشپږ وکلونو کې کینیډا د اوه ډلې له نورو هیوادونو زیاته(کینیډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان،بریتانیا او امریکا) د مسلمانانو په ضد د حملو شاهده ده . داپه داسې حال کې دي چې   د الغوابی ددفتر  داعلان په اساس ، په دې مودې کې  د مسلمانانو په ضد دکرکې اونفرت له امله جرمونه  کابو یو اویا فیصده زیات شوي دي.

 په تیرو کلونو کې کینیډا  د مسلمانانو په ضد دکرکې او نفرت له امله  له جرمنو سره  د څو اړونده مهمو پيښو کتونکې ده  په هغو کې  دکینیډا په لویدیځ کې په البرتا ښار کې د  مسلمانو تورپوستو میرمنو په ضد   اقدام، په ۲۰۱۷کال کې  په کبک ښار کې  په یوه جومات ډزې  چې د شپږو لمونځ ګوزارو دشهادت سبب شوي او په ۲۰۲۰ کال  جنورۍ کې په ټورنټو کې د جومات په چوکیدار د چاقو حمله  پکې شاملیږي.

میرمن امیره الغوابی دمصر په پلازمینې قاهرې کې زیږیدلې ده  او وروسته کینیډا ته تللې څو خپل ماشوموالی  ددغه هیواد دپلازمینې په ختیځې سیمې کې تیر کړي.

میرمن الغوابی په خبریالۍ کې پخپلې پیاوړي مخینې سره  د ۲۰۲۳کال په جنورۍ کې د کینیډا دلومړي وزیر جاستیّن تروډو پهوسیله  د څلور کلن پړاؤ لپاره  له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مبارزې مسئولې په توګه منصوبه شوې ده.

   https://iqna.ir/fa/news/4169463

captcha