ایکنا نیوز – راپور ورکوي، د ترکیې دفاتح پوهنتون دعلمی پلاوي یوه مسئول ډاکټر ممحمد نوردوغان د اسلامی وحدت په اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې پخپلې ویډیوئي وینا کې د مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې تولنې دعمومی منشي پشمول د کنفرانس د ترسره کونکو په قدرونې سره ووئيل، نړیواله سوله ډيره مهمه ده او د اسلامی نړۍ د راتلونکې له نظره یو سټراټژيک فعالیت حسابیږي.
هغه ووئيل، اساسا خداي تعالی، مسلمانان د یوه بل ورور بللی او وئيلي ئې دي، انما المومنون اخوة" د اسلام او نړیوالې لوئې سولې په تفهیم او پوهیدا کې چې خدای تعالی ئې امر کړړی دی، د اخوّت موضوع، ډيره مهمه ده . هغه ووئيل، د سترې شیطانې امریکا او اسرائيلو نړیوال سیاستونه ، دترهه ګرۍ ملاتړ،زمینه او لمسول او پر مځکې د فساد د رامینځةکولو لپاره هڅه ده، او په دې حالت کې د اسلامی ورورولۍ په وړاندې ترټولو لوي خنډ په حقیقي معنا ترهه ګري او افراط پالنه ده ، افراط او ترهه ګري په حقیقت کې هم د انسانانو او هم د ټولنو شخصي تعادل سره ګډوډوي او د یوې سالمې رابطې په چوکاټ کې د ژوند بهیر اوسم فکر او عمل کولو مخنیوی کوي.
د افغانستان د پوهنتونو یو استاد ډاکټر عبدالباري د اسلامی وحدت د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس په پنځم وبینار کې ووئيل، قرآن کریم او مکه مکرمه او د اسلام ګران پیغمبر ، اهل بیت او اصحاب د درست اسلامی امت ترمینځ مشترک بشپړ ارزښتونو ټولګه دي چې هر یو ئې د مونږ په مسلمانانو عملي ژوند کې موجود دی.
هغه د اسلامی امت ترمینځ په نورو ګډو ارزښتونو کې کلمةالله، د جهاد فی سبیل الله فریضه او د خدای د مخلوق خدمت او لامهمه پر مځکې د مظلومانو او مستضعفینو څخه دفاع او د مځکې پر مخ دعدالت ټينګول و همداراز د اسلام د لارښونو په اساس دیوه نړیوال قدرتمند نظام جوړول وبلل،چې له بده مرغه هیر شوي دي.