IQNA

د افغانستان طالبان له پاکستان سره د ټولو مشکلاتو حل غواړي

15:12 - October 01, 2023
د خبر لمبر: 3488042
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کښې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې دوستانه وبللې او ویې ویل د مشکلاتو د رامینځته کیدا په بڼه کښې باید د رسنیو د بیانیو پرځاې له ډیپلوماټیکو لارو د دغو ستونزو د حل کولو هڅه وکړو.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کښې له ډيپلوماټیکې لارې د دوه اړخیزه مشکلاتو په حل کولو ټینګار وکړ.

د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د ماسکو د فورمیټ د غونډې په څنګ کښې د افغانستان په چارو کښې د چین له ځانګړي استازي «یوشیانګ» او د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د افغانستان د  پاکستان او د چین د ګډو ګواښونو او د ګډو ګټو او اړیکو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

امیرخان متقي له اصف دراني سره په کتنه کښې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې دوستانه وبللې او ویې ویل د مشکلاتو د رامینځته کیدا په بڼه کښې باید د رسنیو د بیانیو پرځاې له ډیپلوماټیکو لارو د دغو ستونزو د حل کولو هڅه وکړو.

د افغانستان په چارو کښې د چین ځانګړي استازي یوشیانګ هم د پاکستان او د افغانستان د دوه اړخیزه ډيپلوماسۍ په هرکلي سره وویل چین په سیمه کښې د امنیت د ثبات او د پراختیا د یوه ملاتړي هیواد په توګه چمتو دی چې په ډيرو زمینو کښې افغانستان ته د مرستو استول زیات کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139304

captcha