IQNA

د حسینی پاڅون دبیرغوالې حضرت زینب الکبری(ع)ینکمرغه زوکړه دې پر ټولو مبارک وي

14:18 - November 19, 2023
د خبر لمبر: 3488294
ایکنا-(تهران) د ایکنا نیوز د درستو کارکونکو  له خوا د نړۍ ټولو پتمنو او د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته د  حسینی پاڅون د بیرغوالې  او ثاني زهرا حضرت زینب الکبری سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت مبارکي وایوو.

ایکنانیوز . نن د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دیوې لمسئ او د حضرت امام علی علیه السلام او د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د زړه ټوټې  او د کربلا د حسیني پاڅون دبیرغوالی  حضرت زینب الکبری سلام  الله علیها د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده .

حضرت زینب سلام الله علیها د حضرت امام حسین علیه السلام له شهادت وروسته ځان د نړۍ د   مسلمانانو د څلورم امام حضرت زین العابدین  علیه السلام د ژوند ساتلو ته پابنده بالۀ او په همدې دلیل په تر ټولو سختو شرایطو کښې د جنایتکارو او د ظالمانو په مقابل کښې ودریدله او د حضرت امام سجاد علیه السلام په څنګ کښې  ئې د یزید او یزیدي ټولنې د اسلام  او اسلامیّت په ضد د جوړو شوو دسیسو په خلاف په ایشوا کونکو ویناګانو سره  د اسلام دښمانان رسوا کړل او د کربلا د حسیني پاڅون نتیجې ئې درستې نړۍ  ته ورسولې

د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کښې د حضرت زینب سلام الله علیها د زوکړې کلیزه د نرس  یا پرستارې ورځ نومول شوي ده.

حرم حضرت زینب(س) - ویکی شیعه

د حضرت زینب کبری سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د پښتو ژبې یو تکړه  شاعر او لیکوال محمدرحیم دراني یو په زړه پورې شعر هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

خدای عطا ډالۍ کړله په غیږ کښې د زهرا بي بي

پیدا شوه په لومړي جمادي زینب کبری بي بي

 

حکم د الله و چې نامه يې رسول کېښوده

ځکه جوړه شوې ده دا پلار لره ښکلا بي بي

 

بیا داسې فرمان وکړ خاتم الانبیا نبی

خبر کړئ امتیان له کرامت د دې اعلی بي بي

 

پلار يې دی حیدر او حسنین غوندې يې وروڼه دي

نیشته داسې شان د کورنۍ لکه دې ستا بي بي

 

هم يې عالمه هم عابده هم عقیله يې ته

ستا دي کرامات هم هر اړخ ته هویدا بي بي

 

خپل غیرتي ورور باندې مولا علی سپارلې وې

حاضر دې و خدمت ته تل عباس د کربلا بي بي

 

تا د ورور حسین لارې ته داسې دوام ورکړلو

شام کښې دې خطبو سره یزید کړلو رسوا بي بي

 

شام کوفه دې وګټل د عشق باب دې پورا کړلو

یادیږي تر قیامته به ستا دغه میړنتیا بي بي

 

و پينځلسم رجب رخصت چې له دنیا شوله

ستا د شفاعت د یو نظر کړم التجا بي بي

 

نن هم یزیدیان په شام کښې ستا مزار لیدلی نه شي

ختم داعشیان کړې ټول، رحیم کوي دعا بي بي

captcha