IQNA

په نیویارک کې د غزې د شهیدو ماشومانو دنمایشي جنازې دستورې ترسره شوې

15:30 - December 29, 2023
د خبر لمبر: 3488492
ایکنا- د امریکا په نیویارک کې په زرګونو مظاهره چیانو،د تورو جامو په اغوستو  او د هغو ننځکو په وړلو سره ئې چې د غزې د شهید شوو ماشومانو  ښودونکې وې ،په نیویارک ښار کې ئې په دغې سبمولیک  جنازې دستورو کې ګډون وکړ او د اسرائيلو وحشيتوب په  خلاف ئې خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه .

 د ایکنا نیوز د فلسطین د وفا له قوله راپور راکړ،د امرکیا به نیویارک  ښار کې د فلسطین په غزې کې د شهید شوو په زرګونو ماشومانو دسمبولیک جنازو دستورې ترسره شوې او  په دغې اعتارضیه اجتماع کې  ګډون کونکو په غزې تړانګې کې داوبند  او په  دغې سیمې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم دویجاړونکو بمباریو د دریدا غوښتنه وکړه .

 په راپور کې وئیل شوي دي ، په زرګونو مظاهره چیانو،د تورو جامو په اغوستو  او د هغو ننځکو په وړلو سره ئې چې د غزې د شهید شوو ماشومانو  ښودونکې وې ،په نیویارک ښار کې ئې په دغې سبمولیک  جنازې دستورو کې ګډون وکړ او د اسرائيلو وحشيتوب په  خلاف ئې خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه . مظاهره چیانو  یو ستر پوستر هم له ځان سره وړلو چې پرې لیکلی وو،  اوس وخت د  اور بند دی ،د نیویارک  دمنهیټن  په مشهورې سیمې کې  واقع ترټایم چوک پورې  ئې لاریون وکړ.

مراسم تشییع سه کودک شهید فلسطینی در غزه - مشرق نیوز

 مظاهره چیانو همداراز په غزې د وحشي  ډوله  صهیونیسټي رژيم  په جنایتکارو حملو کې د شهید شوو ډیرو فلسطینیو ماشومانو  عکسونه  هم له ځان سره وړل .

په دغه لاریون کې یو ه ویناوال ګریس لیل  ووئيل، مونږ غواړو، دنړیوالو پام  دغه واقعیّت ته جلب کړو چې تراوسه پورې  کابو لس زره ماشومان  له کومې ګناه پرته  په غزې کې قربانیان شوي دي چې  دا دیوه لوي او بوږنونکي وحشیتوب ښودنه کوي.

مظاهره چیان  امیدوار وو چې د وحشی صهیونیسټي رژیم دیوه اصلی متحد به توګه د امریکا پر حکومت چې تر دې دم ه ئې په غزې کې د  انسان دوستۍ د اوربند په باب  دملګروملتو د  امنیت شورا دوه پریکړه لیکونه  ویټو کړي دي، دباؤ واچول شي.

یاده دې وي چې نن تر درې اتیایمې ورځې پورې په غزې د جنایتکار او وحشي صهیونیسټي  رژيم په بې آمانه  حملو او بمباریو کې د شهیدانو شمیر کابو شل زره دوه سوه پنځه شپیته شهیدانو ته رسیدلی چې  کابو اویا فیصدي قربانیان ئې ماشومان اوښځې دي .

https://iqna.ir/fa/news/4190554

captcha