IQNA

په سویډ کې دې له اسلامی ضده شعارونو سره مقابله وشي

8:30 - January 24, 2024
د خبر لمبر: 3488617
ایکنا –د اروپا په سویډ کې یوه مسلمان روحانی  شیخ تاج الدین فرفر له هغو اسلامی ضده شعارونو سره د مقابلې پر ضرورت ټينګار کړی  چې په سویډ کې په پراختیا دي او وئيلي ئې دي ،کله د سویډ خلک  په کلی توګه ویني،هغه کرکه اونفرت چې ځينی سیاستوالان ئې خوروي او ورڅخه ئې آورو،د مسلمانانو په ضد ،نو د سویډ آرزښتونه ماد هغو ارزښتونو یادونې ته اړ کوي، چې په سورئې کې  ورسره لوي شوی  یم. 

ایکنا نیوز د الکومبس ویبپاڼې له قوله راپور راکړ، شیخ تاج الدین فرفور په یولړ څرګندونو کې په سویډ کې له ټولو افراط پالو مظاهرو سره د مقابلې پر اهمیّت ټينګار وکړ اوروښانه ئې کړه، چې  افرط پالنه په هرشکل کې چې وي ،د ټولنې لپاره ورانونکې ده.

هغه  له؛سیدسفینسکن  ورځپاڼې سره په مرکې کې ددې خبرې په کولو سره چې په وروستیو کلونو کې په سویډ کې له ښۍ پالنې او   د دیني افراط پالنې  ودې سره مخ شوي یوو،ووئيل، دغه دواړه ماډله افراط پالنه یوه بل پیاوړی کړی دی او د سویډ پر ټولې اوعمومی ټولنې ئې  منفي اغیزې شیندلي دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې دسویډ پشمول  سرزوري اروپائي هیوادونه  د سورئې په کنډوالو کې چې  له کلونو کلونو مخکې  لهدغه ځایه  ورغلې دی ،ونډه لري ،ووئيل، په سورئې کې مو خپل کور پریښودلی  او نوی ټاټوبی مو موندلی دی ،زه غواړم ،د سویډ په جوړولو کې ګډون وکړم.

 هغه ووئيل، زیاتره هغه کسان چې اوس د سویډ په ضد نفرت خوروي ،زیاتره هغه کسان دي چې  له سویډه شخصي غچ  اخستل غواړي او مثلا په هغو کې هغه  کسان شامل دي  چې  دځینو مذهبی خصوصي ښونځیو و مدرسو په بندیدا غوسه دي او ادعا کوي ، چې دغه کار  له اسلامه د ویرونې په اساس ترسره شوی دی، که څه هم دغه  کار سم نه دی ،بلکې دغه تړل کیدا ددې په خاطر ده چې  دوي ډير درنده مالی جرمونه کړي دی.

فرفر  همداراز له هغو اسلام ضده شعارونو سره  د مقابلې په ضرورت چې  په سویډ کې په پراختیا دي، ټينګار وکړ او زیاته ئې  کړه ،کله د سویډ خلکو ته  راغلو ، او دا هیواد مو ولید،  چې دلته برابري او امنیت شتهدی ،نو د سویډ ارزښتونو  زه دهغو ارزښتونو یادولو ته اړ کړم چې په سورئې کې ورسره لوي شوی یم ،زه نه غواړم دغه ارزښتونه له مینځه لاړ شي.

https://iqna.ir/fa/news/4195608

captcha