IQNA

هالینډي ښاروال په دغه هیواد کې دقرآن دسپکاوي د ممنوعیّت غوښته وکړه

15:23 - January 27, 2024
د خبر لمبر: 3488630
ایکنا- د هالینډ دآرنهم ښاروال په دغه هیواد کې د قرآن سوځونې د ممنوعیّت په غوښتې سره  دغه ښکارنده ،  ددغه شان اقدام له امله  زهرجن قطبی کیدا عامله وبلله او او  مختلفو عقایدو ته د لازیات احترام غوښتونکی شو .

ایکنا نیوز د ایم ایل ټایمز له قوله راپور راکړ،د هالینډ د آرنهم ښاروال احمد مارکوش د ښار په شورا کې په یوې غونډې کې چې د جنورۍپه ۱۳ نیټه د اسلام ضده ډلې (پګیدا)له خوا د قرآن کریم د بې احترامۍ په ناکام اقدام پسې ترسره شوه،په دغه هیواد کې ئې د قرآن سوځونې د ممنوعیّت غوښتنه وکړه.

تیره اونۍ د پګیدا افراط پال ګوند رهبر ایډوین واګنسفلډ هڅه وکړه څو په آرنهم کې د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوي وکړي او وې سوځوي،خو د اعتراض کونکو په مقاومت سره چې زیاتره مسلمانان وو، مخ شو.دغه نښته د څو کسانو د ټپي کیدا او نیول کیدا سبب شوه.

مارکوش  ووئيل،چې ددغه شان اقدام له امله د زهرجنې قطبی ک یدا اندیښمن دی او مختلفو عقایدو ته د لازیات احترام غوښتنه کوي.هغه همداراز ووئيل،آسماني کتابونو ته اور اچول، ملی امنیت له خطرې سره مخامخ کولی شي،ځکه بهرني جدي او سخت غبرګونونه  له ځان سره درلودلی شي.هغه په عین حال کې ووئيل،د آرنهم  پيښې مخکې او وروسته  له خارجه وزارت سره په تماس کې ؤ.هغه زیاته کړه ، ائ کاش، قانون مونږ ته اجازت راکولی چې په آرنهم کې د  قرآن سوځونکي په توګه د پګیدا ګوند هیڅ یو غړی نور ونه وینوو.

د ښار دشورا بحث،د دنک ځاي فریکشن له خوا پیل شو چې دا پوښتنه ئې مطرح کړه چې مارکوس ولې له دې مخکې په سویډ کې د قرآن سوځونې منع کړي نه دي.مارکوش ووئيل،ترهغه وخته چې قانون بدل نشي،په راتلونکي کې د پګیدا  د ورته نورو اقداماتو  دترسره کیدا خنډ نشو کیدلی.

په عین حال کې چې پګیدا ګوند ، دتیرې چارشنبې په ورځ  اعلان کړی ، نیّت لري ، د مارچ میاشتې په وروستیو کې په آرنهم کې د قرآن سوځونې بیا ترسره کړي. د ښار شورا  د دیني کتابونو او شیانو بې حرمتي او سوځول  محکوم کړي او دا ئې په اجتماعي انسجام  حمله بللې ده .

واګنسفلډ په تیرو دوو کلونو کې  څو ځله د قرآن کریم آسماني  کتاب سپکاوی کړی دی. هغه په  هیګ کې  د هالینډ د پارلیمان  دموقتي ودانۍ په وړاندې  او په یوه بل شخصي اقدام کې  په اوترخت کې  په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳کلونو کې هم قرآن کریم سوځولی او شلولی دی.  هغه همدارازپه هیګ او روترډم کې د قوانینو له رعایتولو پرته د قرآن  دسوځولو لپاره د هڅې په دلیل  ونیول شو. په هردواړو موردونو کې د مسلمانو یوشمیر ډلو ټپلو  د پګیدا  له اقداماتو سره دمخالفت لپاره  متقابلې مظاهرې وکړې. واګنسفلډ  تیر کال هم په هیګ  کې  د ترکیې د سفارت په وړاندې  د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوی کړی ؤ.

 https://iqna.ir/fa/news/4196093   

captcha