IQNA

اسلامی انقلاب د نړۍپه ګوټ ګوټ کې د اسلام په بیرته ژوندي کولو کې مهم رول درلودلی

14:26 - February 10, 2024
د خبر لمبر: 3488697
ایکنا- په تهران کې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ نماینده ناصر ابو شریف  ددې خبرې په کولو سره چې د ایران اسلامی انقلاب  اسلامي امت بیرته  خپل اصلي هویّت ته ګرځولی ووئيل،  اسلامی انقلاب  دنړۍ په  ګوټ ګوټ کې  داسلام په بیرته ژوندي کولو کې  مهم رول درلودلی دی.

ایکن،  ناصر ابوشریف  بیګا د قم په چهار مردان  جومات کې د اسلامی انقلاب د بریالیتو د پنځه څلویښتمې  کلیزې    په دستورو کې  ووئيل، اسلامی انقلاب  اسلامی امت  خپل اصلي هویّت ته بیرته ګرځولی  دی ، دا چې  دغه انقلاب  د فلسطین موضوع  د خپلې چورلیزي موضوع په توګه  بللې ، له اسلامی  چوکاټونو  لیرې کومه موضوع نه ده.

ابوشریف ددې خبرې په کولو سره چې لویدیځي استعمار ، د اسلامی امت اصلي دښمن او وحشی صهیونیسټي رژيم هم  ددغې دښمنۍ په لومړنۍ کرښې کې دی ،روښانه کړه ، حضرت امام خمینی  د یوه شجاع دیني شخصیّت په توګه  د فلسطین  مسئله  د اسلامی امت د یوې اصلي موضوع په توګه  راوسته .

د اسلامی  جهاد غورځنګ  نماینده  ووئیل،  ارواښاد امام په خپل دور اندیش  او سټراټژيک نظر سره ، مشخصه کړه چې  لویدیځي استعمار او نور استعمار پال  و دهغوي په سر کې  امریکا، له اسلامی  امت سره ددښمنۍ لپاره فعالیتونه کوي. هغه ټينګار وکړ،  د اسلامی امت لپاره ستره خطره وحشي او جنایتکار صهیونیستي رژيم دی چې  د اسلامی  امت په زړه کې واقع کړئ شوی دی. هغه په دوام کې ووئیل، داسلامی انقلاب ستر لارښود  هم  په دې باب د حضرت امام خمنیی  کړن لاره چې  فلسطینئ موضوع د اسلامی امت یوه  لومړنۍ مسئله ده  ساتلې او  هماغه راز ئې دوام ورکړی دی. د فلسطین د اسلامی مقاومتی چورلیز دغه  مسئول مقام  ووئیل ځيني  خیال وي و چې صهیونیسټي رژيم یوازې د فلسطینیانو  دښمن دی ، خو دا تصوّر او خیال بالکل غلط دی او دا د اسلامی امت،بلکې د انسانیّت دښمن دی چې باید ټول امت ئې مقابلې ته راپورته شي.

 

https://www.irna.ir/news/85382172

captcha