IQNA

د ایران اسلامی جمهوریت دي د افغانانو لپاره د زیارتی ویزو آسانتیاوې زیاتې کړي

15:04 - February 10, 2024
د خبر لمبر: 3488698
ایکنا-  د افغانستان د طالبانو د حکومت د هرات والي د ایران له سرکنسول سره په کتنې کې د ایران له خوا په سياحتي ويزو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په شتون کې په هرات کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سر کنسول صديقي فر سره وکتل.

 په راپور کې وئيل شوي دي ،په دې کتنه کې د  افغانستان د هرات والي د دواړو هېوادونو ترمینځ په ښو اړيکو د ټينګار ترڅنګ په دغه ولايت کې د ايران له خوا د سياحتي ويزو په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ چې په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کول د ښاریانو حق دی او هڅه کوي چې د دوی ستونزې هوارې کړي.

په دغه کتنه کې د ايران کنسول صديقي فرد د افغانستان د هرات خلکو ته د ويزو په ورکولو کې د آسانتياوو د برابرولو ژمنه وکړه. د اپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم د افغانستان د ښاریزو لپاره چې د ایران په لور راځي د ویزو دترلاسه کولو لپاره تر ډیره حده اآسانتیاوې شته دي او د ایران سفارت او کونسلګرۍ هڅه کوي دغه آسانتیاوې نوره هم زیاتې کړي څو  افغان ښاریز په آسانۍ سره تګ راتګ وکړئ شي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145946

captcha