IQNA

په انګلستان کې د مسلمانانو په ضد دنفرت خورونې د زیاتیدا په باب خبرداری

15:02 - February 25, 2024
د خبر لمبر: 3488781
ایکنا- په انګلستان کې د مسلمانانو په ضد له اسلامه د  ویرونې پروسه،په غزې کې د جنګ د پلیدا له وخت راهسې تر پام وړ حده زیاته شوې ده.

ایکنانیوز د سما خبری سایټ له قوله راپور راکړ،یوې خیریه موسیسې په یوې خبرتیا کې وئيلي دي چې په انګلستان کې د مسلمانانو په ضد نفرت خورونې  او توکمیز چلندونه په غزې کې د اسرائيلو د جنګ  له پیلولو  څلورو میاشتو راهسې تر درې برابره زیات شوي دي.

 د  Tell Mama خیریه موسیې فاؤنډیشن په دې اړه وئیلي دي، د تیر اکتوبر راهسې د فرورۍ تر اومې نیټې پورې  ۲۰۱۰ اسلام ضده پيښې ثبت شوي دي چې  د تیر کال په ورته مودې کې  چې شپږ سوه مورده ثبت شوي وو، په اوڅاره توګه  زیاتې شوي دي.

په ۲۰۱۱کال کې ددغې خیریه موسیسې د کار له پيلولو راهسې  په تیرو څلورو میاشتو کې  دا د مسلمانانو په ضد دنفرت خورونکي ترټولو زیاتې شمیرنې دي .

په انګلستان کې د مسلمانانو  په ضد حملې او د یهودیانو په خلاف کرکه په غزې تړانګې کې د اسرائيلو د جنګ له پیلیدا وروسته راهسې د پرله پسې پنځمې میاشتې لپاره هماغه راز په زیاتیدا ده.

د  Tell Mama خیریه فاؤنډیشن راپور چې ځان د مسلمانانو په ضد د نفرت له امله پر جنایتونو دڅارنې په زمینې کې مخکښه اداره ګڼي ،ښئ چې په تیرو څلورو میاشتو کې څه دپاسه نیمې پيښې  په ټولنیزو چینلونو کې دکرکې اونفرت  په خورونې مشتملو مطلبونو مشتملې دي. البته دغې موسسې  همداراز فیزیکي حملو، سپکاوي کونکو چلندونو،ګواښ او ورانکاریو پشمول  ځیني موردونه ثبت کړي دی چې په هغو کې ترټولو زیاته اندازه ۵۷۶مورده په لندن کې پیښ شوي دي.

دغې خیریه موسیسې په خپلې اعلامیې کې وئيلي دي، چې پر مسلمانو میرمنو په درو کې دوه مورده  حملې ثبت شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4201752 

captcha