ایکنا نیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، د هالینډ د مختلفو ښارونو په سلګونو مسلمان ځوانان د په اسخیدام ښار کې د ملی افکارو له ادارې سره اړونده د ییلدیز اسلامی مرکز په جومات کې د سهار د لمانځه د قایمولو لپاره غونډ شول او د فلسطین په تیره بیا د غزې د مظلومو خلکو لپاره ئې اجتماعي دعا وکړه .
لمونځ ګوزارو د فلسطین لپاره دعا او د قرآن کریم تلاؤت وکړ.
د ځوانانو د کمیټې (IGMG) مشر فرقان قهرمان د لمانځه له قایمولو وروسته پخپلې وینا کې ووئيل،له مختلفو ښارونو په سلګونو مسلمان ځوانان د سهار په لمانځه کې سره غونډ شول او د خداوندمتعال په درګاه کې لاس په دعا شول او چغې ئې پورته کړې چې ائ خدایه !په غزې کې دمونږ د خوئيندو وروڼو کړاؤنه او مشکلات ختم کړې، او د اسلامی امت یووالی او اتحاد او د انسانیّت خدمت کونکي بریالي کړې.