IQNA

په افغانستان کښې سختو واورو د ځینو ولایتونه لارې بندې کړي دي

7:34 - March 03, 2024
د خبر لمبر: 3488812
ایکنا- ويل کيږي چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د پرلپسې واورو او بارانونو ورېدو له کبله، په یو شمېر ولایتونو کې طبیعې پېښې هم رامنځته شوې دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د واورې تیز اورښت او طوفان له امله ځينې لویې لارې او سړکونه نن هم د پرمخ تړل شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، چې د سالنګ لویه لار به د درېیمې ورځې لپاره هم د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

د دې لارې په بېلابېلو برخو کې د واورې اندازه فرق کوي په خبره یې، په شمالي سالنګ کې یو متر او د تونل په ساحه کې تر دوه مترو زیاته واوره شوې.

حق شناس زیاته کړې، تازه په دې لاره کې ۱۶ ځایه واوره ښوېیدلې، چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت پرسونل له لوري د ځینو برخو او د ګالرۍ داخل د پاکولو چارې دوام لري.

بلخوا د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني خپلو ولايتي رئيسانو، کاري ټیمونو او قراردادي شرکتونو ته امر کړی، چې له شته امکاناتو په استفادې ټول سړکونه له واورو پاک او بندې لارې د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانيزي.

ويل کيږي چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د پرلپسې واورو او بارانونو ورېدو له کبله، په یو شمېر ولایتونو کې طبیعې پېښې هم رامنځته شوې دي.

د ټولګټو وزارت له خلکو غوښتنه کړې، چې د لارو تر بشپړ خلاصېدو پورې حوصله وکړي او په بندو لارو له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146990

captcha