IQNA

په پاکستان کې د افغان کډوالو اتیا سلنه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي

10:47 - March 10, 2024
د خبر لمبر: 3488856
ایکنا- په پاکستان کې خبری سرچینې وائي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د غربت کچه زیاته شوې، چې له کبله یې نه یوازې ځايي ولس اغېزمن شوی، بلکې پر افغان کډوالو یې هم اغېز دوه چنده زیات شوی دی.

ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،په پاکستان کې د تعلیم په برخه کې یوه فعاله غیر دولتي اداره ’الف اعلان‘ وايي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کمپونو او له کمپونو بهر څه نا څه ۵۷۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۶ کلونو دي، ښوونځیو ته نه ځي.

د دغې ادارې په وینا، دغه شمېرې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره هم ثبت دي.

د یادې اداې یو کارکوونکی عمر اورکزی وايي چې د راجسټر افغان ماشومانو پرته، په سلګونه زره نور هم ښوونځیو ته نه ځي چې د اټکل له مخې شمېر ښايي تر لس لکو زیات وي.

اورکزی زیاتوي چې د افغان کډوالو اکثر ماشومان ښوونځيو ته ځکه نه ځي، چې کورنۍ یې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري، نو چې اسناد نه وي په ښوونځیو کې داخلې هم نه ورکول کېږي.

د (الف اعلان) د ادارې چارواکی عمر اورکزی وايي، پاکستان ته په ورغلیو کډوالو کې اکثریت هغه خلک دي چې هغوی د بېوزلۍ تر کچې لاندې ژوند کوي، نو هغوی ته د ورځې ګوله ډوډۍ موندل پکار وي. ځکه خو یې ماشومان په رستورانونو، مستري خونو کې کار کوي او اکثریت یې کباړ راټولوي.

په پاکستان کې راپورونه وايي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د غربت کچه زیاته شوې، چې له کبله یې نه یوازې ځايي ولس اغېزمن شوی، بلکې پر افغان کډوالو یې هم اغېز دوه چنده زیات شوی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147410

captcha