IQNA

؛په اوسمهاله اروپا کې د قرآن ځایګی ؛نومې غونډه ترسره شوه

14:18 - March 30, 2024
د خبر لمبر: 3488963
ایکنا- د قرآن کریم د نړیوال نندارتو د یودیرشم پړاؤ د نړیوالې برخې د کمیټې په همت سره د تهران په حضرت امام خمیني عیدګاه کې؛په اوسمهاله اروپا کې د قرآن ځايګی؛ عنوان سره سمینار ترسره شو.

ایکنانیوز د قرآن د نندراتون د خبری کمیټې له قوله راپور راکړ،  دغه ناسته ، د کرویشیا د دیني خبرواترو د مرکز  دعمومی منشي میرمن نیرا کاډیچ مشکیچ،د فرانسې د  «Educor»  قرآني موسیسې د مدیر میثم فقهي دامازو  او د  ایران د اسلامی جمهوریت د کلتور اواسلامی ارشاد د وزیر د مرستیالې میرمن مژګان خان بابا په مسئولیّت سره ترسره شو.

په دغې ناستې کې د پوښتنو او ځوابونو غونډه ترسره شوه چېمیرمن نیرا کاډیچ مشکیچ  په کرویشیا کې د  مسلمانانو اقلیت ته په اشارې سره وويل،  ددغه هیواد له حکومت،  او مسیحیانو او  له نورو دینونو سره د مسلمانانو ارتباط ډير منظم او منسجم او  د کرویشیلا د اسلامی ټولنې په نامې له  یوه اورګان سره د دوي مدیریّت ډير منسجم دی.هغې زیاته کړه قران په کرویشیا کې د اسلام دپراختیا ترټولو مهمه سرچینه او د هویّت ریښه ده  او ددغه هیواد مسلمانان د قرآني ارزښتونو په اساس ، له ځان او نورو سره تعامل لري او خبرې اترې  ددغه تعامل ترټولو مهم دیني او کلتوري عنصر دي.

میرمن نیرا کاډیچ مشکیچ روښانه کړه ، د روژې مبارکه میاشت  د مونږ لپاره ډيره مقدشه میاشت ده او د اسلام د پراختیا  لپاره یو طلائي  فرصت دی او په دغې میاشتې کې دمهاجرینو لپاره  د روژماتي دسترخوانونه هم لرو ، دمیرمنو د مداحۍ ډله هم لرو چې د ؛عربسک؛ په نامې سره ده،د مشترکه دینی کنسرتونو ترسره کیدا  د مسلمانانو یو بل فعالیت دی.

د کرویشیا ددیني خبرواترو د مرکز عمومی منشي روښانه کړې ده ،د کرویشیا د مسلمانانو قرآني او دیني پيښې د دین په داخلی او بهرنیو سطحو  کې او له سیمې د ورآخو په سویه هم ترسره کیږي  او  ددغو ټولو فعالیتونو چورلیز  قرآن دی باید ضروري وګڼم اشاره وکړم ، د په  کرویشیا ژبې د قرآن  کریم لومړنۍ ترجمه په ۱۹۶۹کال کې شوې او مونږ اوس په کرویشیا ژبې  د قرآن کریم دوې نوره ژباړې هم لري.

د فرانسې د «Educor»   قرآني موسیسې مدیرې میثم فقهي دامازو  هم په دغې ناستې کې  دغه هیواد ته د اسلام د واریدیدا او تاریخ ته په اشارې سره  ووئيل، نن سبا فرانسه  اته میلیون مسلمانان لری چې هغو کې اهل تشیع، اهل تسنن او صوفیان  او ځينی نوره فرقې هم شته او ټول په یوه شي سره غونډ دي او هغه هم قرآن کریم دی.

هغې همدازاز ووئيل، په جوماتونو او موسیسو کې د قرآن زده کړې ورکول کیږي  او دغه الهي کتاب په فرانسې کې د اسلام بلکې دمسلمانانو د دیره کیدا یو لنګر دی. فرانسویان  له روژتیانو سره  په احترام سره چلند کوي او همداراز په فرانسې کې  ترجمه شوي ډير  قرآنی کتابونه شته  دی او دمونږ موسیسه  د قرآن د ټکو او دهغو د توضیح په باب چاپ شوو کتابونو ته خاص توجه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4207568

 

captcha