الهي دینونه د بنیادي احکامو او عقایدو په اصولوکې له مشترکاتو سره سره،ځيني اختلافات هم لري،دتاریخ په اوږدو کې دغه اختلافات دداسې چلندونو سبب شوي دی چې له مخالفت او ځيل رانیولې تر شخړو او ترینګلتیاؤپورې بحرانونه په ځان پسې لري. دغه اختلافات چې یو ډول دحقیقت په سر سره مخامخیدنه بلل کیدلی شي،تل په ټولنو کې له سختیو او ډيرو کمزورتیا ؤ سره واکمنه ده.خو څرنګه دغه شان اختلافات څنکةکیدلی شي.؟ په قرآن کریم کې یو آیت شته چې ورته په توجه سره حل لارې ته نزدې کیدلی شو او کهپه دقیقې معنا ئې پوهه شو او ورباندې عمل وکړو،نو اختلافات په بشپړ ډول ختمیدلی شي.«إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ؛ ؛په حقیقت کې دخدای په نزد دین هماغه اسلام دی او هغه کسان چې آسماني کتابورته ورکړل شوی دی،له یوه بل سره ئې اختلافاتو ته مخه کړې ده ،مګر له دې وروسته چې علم ددوي لپاره راغی ،هغه هم په دهغه حسد په مخینې سره چې په دوي کې موجوده وه ،او هرچا دخداي آیتونو ته شا کړه او کفر ئې وکړ،نو پوهه دې شي، چې خداي ډير زر حساب کتاب کونکی دی.:(د آل عمران سوره -۱۹آیت)
د ؛اسلام ؛دصطلاح څه معنا ده ؟
ممکنه ده په دغه آیت کې د اسلام معنا واضحه ښکاره شي،خو حقیقت دادی چې دلته باید وپوښتو چې د اسلام ټکی او اصطلاح څه معنا لري؟
اسلام په اصطلاح کې د څلورو معناؤ لپاره کارول کیږي.