IQNA

قرآن څه وائي/30

په قرآن کریم کې پاکیزه خواړۀ

10:10 - October 20, 2022
د خبر لمبر: 3486343
ایکنا-(تهران) هر یو دین د خواړو د پاکوالي لپاره ځيني معیارونه لري اوسلامتۍ او  د زهد او بندګۍ د رعایتولو په باب دهغو لپاره  یه محدوده په نظر کې نیول کیږي. کله هم دغه محدودیتونه، پیرو کار له داسې بندونونو سره مخ کوي چې دقرآن په آیتونو کې لیدل کیږي چې دغه شان بندون نشته.

د قرآن آیتونو د اسلام ددین د پيروکارو لپاره حرام او منع شوي خواړه مشخص کړي دي،خو لکه څنګه چې د اسلام ددین موخه،له بې مورده سختیانو څخه دمخنیوی او دانسانانو خیر غوښته ده،په قرآن کې یو شمیر مطلبونه بیان شوي دی چې د حرام او حلالو د بحثونو ترڅنګ ډیر د پام وړ دي.

په هغوکې یو مطلب داسې دی چې؛هماغه خداي چې ځيني خواړه ئې ممنوع کړي،پخپل خاص رحمت سره ئې د ضرورت په موردونو کې ورځیني داستفادې اجازت ورکړی دی؛خو دا اجازت هغو خاصو شرائطو  ته محدود دی چې ممکنه ده کسان له تاوان سره مخ کړي.

په تفسیر نمونه کتاب کې بیان شوي دي چې ددې لپاره چې دغه استثناوې د حرامو خوړو په خوراک کې د زیاتوالي لپاره  کوم لاسوند او پلمه نشي،دوه شرطونه مطرح شوي دي.لومړی دا چې په بیړنیو حالاتو کې،دخوند اخستو په نیّت سره ترسره نشي  او دوهم دا چې د ضرورت له حده زیات نشي.لکه چې د قرآن کریم د بقرې سورې په ۱۷۳آیت کې راغلی دي ؛إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ؛  یعنی خداوندیوازې د خنځیرغوښه او مرداره(غوښه) او وینه، اوهغه څه چې د ذبح په وخت د خدای له نامې پرته  بل څه پرې ووئيل شي، حرام کړي دي،(خو)هغه کس چې مجبوره شي(د خپل ژوند د ساتلو لپاره د ضرورت په وختورڅخه وخوري او که ستمګر او تیریګر نه شي پر هغه ګناه نشته ،خداوند بخښونکی او مهربان دی :::

ممکنه ده ګمان وشي چې ددغه آیت اصلی مقصد ،دځينو خوړو څخه منع کول دي ،خو جالبه ده پوهه شئ چې دغه آیت د نزول په وخت،له هغو ديرو خوراکونو  چې دجاهلیّت په وخت کې خوړل ممنوع وو،له کوم اشکال  پرته بلل شوي دی.

لکه جې په تفسیر نور کې لولو  ،دې ته په پآم سره چې حرام خواړه،څه دپاسه څلور مورده دي چې په دغه آیت کې مطرح شوي دي،نو د ؛انَما؛کلمه په دې معنا نه د ه چې  د خوړو ممنوعیّت همدغو موردونو ته محدود شي ،بلکې  له اسلامه مخکې د بایکاټونو پّ مقابل کې دی. لکه چې د حضرت محمد (ص) له ظهوره په مخکې ټولنې کې ډير خواړه ممنوع ګڼل کیدل چې په دغه ایت سره حلال او مجاز وګڼل شول.حضرت امام صادق علیه السلام  هم ددغه آیت په محتوا باندې په ټينګار سره فرمائي؛که انسان قصدا  پیه بیړني حالت کې منع شوي خواړه ونخوري ،نو کافر مړ شوی دی:

یو بل ټکی چې دا دی  د ایمرجنسي  قاعده(یعني د ژوند خطرې په وخت دقواعدو بدلیدا)خواړو ته مخصوص نه دی او هره مسئله چې رامینځةشي ،قانون کم رنګه کیږی. لکه څنګه چې  دناروغۍ په وخت  او دډاکټر په حکم سره د ناروغ د آرام لپاره انسان باید لمونځ په لماسته ادا کړي.

 الهی بندیزونه، یوازې د روغتیائي او طبی مسئلو لپاره نه دي،لکه د مردارې غوښې او وینې بندیز،بلکې کله کله دحرمت دلیل، اعتقادي،فکري  او تربیتي مسئلې دي. د هغه حیوان دغوښې منع کیدا چې  دخداي له  نامې پرته پرې اخستل شوي ، چې دشرک  د نفي په خاطر دی.لکه څنګه چې کله کله مونږ له شخصي خواړو لیرې کیږو،د هغه په وسیله د روغتیائي چارو د نه رعایتولو په خاطر،خو کله کله زمونږ ورڅخه لیریکیدا په هغه داعتراض په دلیل وي.

تړلې خبرونه
captcha